د اسلامي جمهوری نظام او سپاه پاسدارانو ملاتړد ایران ولس ویاړ
د ایران ولس له خپل اسلامی نظامه یوځل بیابشپړملاتړ وکړ
د انګلستان دکشتۍ درول ، د امریکا دجاسوسی بې پیلوټه الوتکې نسکورول ، او په عراق کې د امریکائی ترهه ګرپوځ د ترټولو ستر پوځی مرکز په توغندیو ویشتل ، له استکبار سره په مقابلې کې د ایران ویاړمن اقدامات بلل شوی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران په درستو ښارونو کې پرون له جمعې لمانځه وروسته د امریکا په وړاندې داسلامی جمهوری نظام له اقتدار او صلابت څخه په ملاتړ کې میلیونی لاریونونه کړی دی .
د ایران ولس په درستو ښارونو کې د جمعې لمانځه له قایمولو وروسته د میلیونی لاریونونو په جوړولو سره د امریکا د بیا بیا جنایتونو او د ایران په چارو کې د انګلستان دلاسوهنې په سختو ټکو سره په محکومولو سره ، د ایران له اسلامی جمهوری نظام او د اسلامی انقلاب له سپاه پاسدارنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی .
د ایران ولس ، ددغه میلیونی لاریون په پای کې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره، له اسلامی جمهوری نظام او د ایران ولس سره د امریکا او انګلستان د دښمنیو اصلی علت ، پر ایران ددغو هیوادونو د سلطې او لاسوهنو پای بللی دی . په دغه پریکړه لیک کې همداراز راغلی دی ، ایران مرحلو په مرحلو ، له خپلواکۍ ، غوړیدا او اقتدار ته رسیدلی چې پر سلطې او سلطې منلو پر مطلقې نفی کولو سربیره ئې ، له نړیوال استکبار سره په بیلابیلو سیاسی،رسندوئی ،اقتصادی،پوځی ډ ګرونو کې په یو وخت په کلک هوډ او مقاومت سره،ئې غلیمانو ته سخت ګوزارونه ورکړی او د امریکا، انګلستان،صهیونیسټی رژیم او د هغو مرتجعومتحدانو ډَډ باؤؤ ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
په دغه پریکړه لیک کې همداراز د انګلستان دکشتۍ درول ، د امریکا دجاسوسی بې پیلوټه الوتکې نسکورول ، او په عراق کې د امریکائی ترهه ګرپوځ د ترټولو ستر پوځی مرکز په توغندیو ویشتل ، له استکبار سره په مقابلې کې د ایران ویاړمن اقدامات بلل شوی دی .په دغې اعلامیې کې همداراز د ا یران د وسلوال ځواک د سرښیندنو په قدرونې او ملاتړ سره ، د امریکا د وحشی ډوله دسیسو په وړاندې داسلامی مقاومتی جبهې څخه هراړخیز ملاتړ خپله انسانی او دینی د نده بلل شوې ده .