اسلامي ایران د اسرائیلو اقدامات وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88234-اسلامي_ایران_د_اسرائیلو_اقدامات_وغندل
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي د فلسطین په غزې تړانګې ، خلکو او د مقاومت په مرکزونو بریدونو کښې د قدس دنیواکګر رژیم ترهګر اقدام وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2020 01:50 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د اسرائیلو اقدامات وغندل

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي د فلسطین په غزې تړانګې ، خلکو او د مقاومت په مرکزونو بریدونو کښې د قدس دنیواکګر رژیم ترهګر اقدام وغاند .

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو په تیرو څو ورځو  کښې په ځلونو د فلسطین د غزې تړانګې په ځینو سیمو بمبارې وکړې .

د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي پرون د فلسطین د یوه (۱) شهید شوي کس د مړي په سپکاوي کښې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو غیر انساني اقدام ته په  اشارې سره دغه څاروي ډوله اقدام د فلسطین د نیواکګرانو د لیوه په شان دخوې نښه وبلله .

هغه د فلسطین د خلکو د اتلوال مقاومت او د جایزې مبارزې په قدرونې سره ملي وحدت او مقاومت د فلسطین له غاصبانو سره په مقابلې کښې د فلسطین د خلکو یوازنۍ لاره وبلله .