له کورونا وایروس سره مبارزه ملګرتیا ته اړتیا لري
(last modified Fri, 28 Feb 2020 23:39:10 GMT )
Feb 29, 2020 04:09 Asia/Kabul
  • له کورونا وایروس سره مبارزه ملګرتیا ته اړتیا لري

زمونږ خبریال وايي د ایران او د چین د باندنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني خبرو کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې د لارو چارو په هکله غور وکړ .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چین له  خارجه چارو وزیر وانګ یی  سره په ټیلي فوني اړیکه کښې له تهران سره د پیکینګ د فني او د تخصصي مرستو د قدرونې په ترڅ کښې کرونا وایروس نړیواله مسله وبلله او زیاته یې کړه له کورونا سره د مقابلې حل لاره د دغه مسلې له سیاسي کولو لیرې د ټولو هیوادونو ملګرتیا او یوزړه توب دی .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د کورونا وایروس د جرړه د ایستلو لپاره د ګډو عملي تحقیقاتو لپاره د چین او د ایران د محققانو او د څیړاندو د ملګرتیا هرکلی وکړ.

د  چین خارجه وزیر وانګ يي هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په ایران کښې د کورونا وایروس په خپریدا د خواشینۍ په ښودلو سره له ایران سره د علمي ملګرتیا او د مبارزې د ټولو لارو چارو او رودو د شریکولو او ایران ته د ډیرو تخصصي مرستو د استولو لپاره د چین چمتووالی اعلان کړ .

په ایران کښې د کورونا وایروس له خپریدا سره د مبارزې لپاره د چین د مرستو لومړنی(۱) پیټي پرون تهران ته راورسید .

په دغو مرستو کښې د کورونا وایروس د معلومولو کابو شل زره (۲۰۰۰۰) کیټونه او له دغه وایروس سره د مقابلې لپاره نور روغتیايي شیان شته .

په چین کښې کورونا وایروس تراوسه ۲۷۸۸ کسان وژلي دي او ۷۸۸۲۴ نور کسان په دغه وایروس ککړ شوي هم دي .

په ایران کښې په کورونا وایروس ۳۸۸ کسان اخته شوي او څلوردیرش(۳۴) کسان تراوسه وژل شوي هم دي .

 

ټیګونه