د نړۍ تر ټولوپیاوړی پرکوَټ پهلوان له نړۍسترګې پټې کړې
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د پرکوَټوسپورټي کورنۍ او د خداي بخښلي کورنۍ ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د شمال لویدیځ آذربایجان غربی ولایت د سپورټي ادارې مشر رحیم تیموري بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، د نړۍ تر ټولو قدرتمند پرکوَټ پهلوان او ویټ لیفټر سیامند رحمنا پرون ناوخته پخپل کور کې د زړه د اټیک له امله سا ورکړې .
خدای بخښلی سیامند رحمان د ریو په ۲۰۱۶ پارا المپیک لوبو کې د درې سوه لس کلوګرام وزن په اوچتولو سره تاریخ جوړونکی شوی او خپله نامه ئې د تل لپاره په نړۍ کې ثبت کړې وه .
سیامند رحمنا همداراز له دې مخکې دلندن په ۲۰۱۲ کال پارا المپیک لوبو کې هم د سرو زرو دوه میډالونه ګټلي وو ، او دغه راز ئې په تیرو لسو کلونو کې ئې د سروزرو په لسګونو نړیوال میډالونه د ایران ملت ته ډ الۍ کړي دي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د پرکوَټوسپورټي کورنۍ او د خداي بخښلي کورنۍ ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .