د حضرت امام علي (ع) نیکمرغه زوکړه دې ټولوته مبارک وي
حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته راغی او له وړوکوالي یې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په خوا کښې پالنه او روزنه وشوه.
نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې دیارلسمه نیټه د حضرت امیر المومنین امام علي علیه السلام د ولادت کلیزه ده.
حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته راغی او له وړوکوالي یې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په خوا کښې پالنه او روزنه وشوه.
حضرت علي علیه السلام لومړنې کس وو چې په اسلام یې ایمان راوړه او د رسول الله مبارک له خوا د اسلام دسپیڅلي دین د تبلیغ او دودولوپه ټولو پړاؤنو کښې د هغه حضرت ترټولو نزدې او اصلي ملاتړی و.
د نړۍ د مسلمانانو د لومړی معصوم امام حضرت علي علیه السلام د زوکړې په کلیزه کښې ټول اسلامي ایران په جشن او خوشحالیو کښې ډوب دی او نن په دې مناسبت رسمي چټی ده .
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هنداره کښې د نړۍ د شیعیانو د لومړني امام د زوکړې کلیزه (د پلار ورځ) نوموله شوې ده.
مونږ هم په دې مناسبت د نړۍ درستومسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره تاسو ګرانو میناوالو مبارکي وړاندی کوو.