د ايران په خلاف د بنديزونو په دوام د واشنګټن تاکيد
(last modified Sat, 28 Mar 2020 09:54:57 GMT )
Mar 28, 2020 14:24 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د بنديزونو په دوام د واشنګټن تاکيد

په ايران کښې د کورونا خپرېدل او له دغو مرګونو وائرسو سره د سختې مقابلې ضرورت د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د کمولو لپار د نړيوالو غوښتنو او دباونو د زياتېدو سبب شوے دے. د واشنګټن لخوا د ځينو ظاهري وعدو باوجود اوس د ټرمپ حکومت د تهران په خلاف د بائيکاټي دباونو په دوام تاکيد کوي.

د امريکې د خارجه وزارت وياندې مېرمن مورګن اورټاګوس په دې لړ کښې پرون په يوې مرکه کښې د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو په دوام او په بنديزونو کښې د بدلون او کمښت په نه راوستلو تاکيد وکړ. اورټاګوس وويل: ايران په هر وخت کښې دا فرصت لري چې د خبرو اترو مېز ته راشي او د يو ذمه وار هېواد په شان چلند وکړي، له ډونالډ ټرمپ او مائک پومپئو سره مذاکراتو ته کښېنئ نو بيا هغه وخت په فوري توګه نبديزونه ختمېدې شي او دا آپشن تل مطرح دے. د امريکې د خارجه وزارت وياندې څرګندونې ښودنه کوي چې له کورونا سره د مقابلې لپاره له ايران سره د مرستې په اړه د لوړ رتبه امريکائي چارواکو د بيا بيا ادعاګانو باوجود هغوي دا ګمان کوي چې د کورونا د خپرېدو له امله د غېر معمولي حالاتو په وجه  په دې وخت کښې د ايران په خلاف د دباونو په زياتولو باندې په تاکيد سره به تهران د پومپئو د دولسو شرطونو په قالب کښې د ټرمپ د حکومت د زياتې طلبۍ غوښتنو قبلولو ته مجبور کړي. واشنګټن حتی په دې مسئلې تاکيد کړے چې له نورو هېوادونو څخه ايران ته د درمليزو او روغتيائي مرستو لېږد په ايران کښې د بهرنيو بنديانو له آزادېدو سره مشروط شي.واشنګټن فري بيکن وېبسائيټ نن سحر د امريکې د خارجه وزارت په نقل سره وليکل چې واشنګټن د کورونا بحراني حالاتو باوجود د ايران د نغدو پانګو له آزادولو سره موافقت نه دے کړے. د ايران د پانګو زياته برخه په اوس حال کښې د اروپا په زياترو بېنکي حسابونو کښې د ټرمپ د حکومت د بنديزونو په وجه بند کړې شوي دي.د امريکې خارجه وزارت په دې اړه د ټولو رپوټونو د صحيح والي تکذيب کړ. ځينې رپوټونو دا ښودنه کوله چې امريکې  ځينو هېوادونو ته د بنديزونو د معافيت له ورکولو سره موافقت وکړ چې له هغو سره دې مرسته وکړي، دايران بلاک شوې پانګې دې آزادې کړي او کولې شي د کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د درملو او روغتيائي سامانونو د اخېستلو لپاره له تهران سره مرسته کړي.

د تهران په خلاف د واشنګټن د بائيکاټي پاليسۍ تکرار او دوام له کورونا سره د مقابلې لپاره د ايران په ناتوانۍ باندې د امريکې د بنديزونو په منفي تاثير باندې د ايران لوړرتبه  او ځينو نړيوالو چارواکو له سختو نيوکو وروسته غوره کړې شو. منجمله اتو هېوادونو د ملګرو ملتو مشر ته د يو ليک به لېږلو سره له کورونا سره د تهران د موثرې مبارزې لپاره په ايران باندې د بنديزونو د ختمولو غوښتنه وکړه.د ايران روغتيائي چارواکو په ځلونو تاکيد کړے دے چې د امريکې بنديزونه ايران ته د درملو او طبي سامانونود رسېدو خنډ کيږي. دا په داسې حال کښې دي چې د امريکې د خارجه وزارت وياند د کورونا له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د ايران د نه مناسب اقداماتو ادعا له تکرار سره سره ادعا وکړ چې امريکه هم هغه شان د ايران له حکومته غواړي چې د امريکې مرستې ومني. خو د امريکې دغه ادعا د ايران په وړاندې د ټرمپ د حکومت د چلند او سلوک له واقعيت سره څرګند مخالفت لري.  

ايران په ځلونو په دې مسئلې تاکيد کړے چې که واشنګټن په رښتيا غواړي له کورونا سره په مبارزه کښې له تهران سره مرسته وکړي نو پکار دے غېر انساني بنديزونه دې ختم کړي.د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ايران له ملت سره د مرستې لپاره د امريکې ادعا د خټينو اوبو ګلاس په توګه وبلله او تاکيد يې وکړ چې واشنګټن دې د دغو ادعاګانو په ځاے بنديزونه لرې کړي، ځکه چې دغه بنديزونه له کورنا سره د مبارزې اصلي خنډ دي.د کورنيو او نړيوالو پراخو غوښتنو باوجود د ټرمپ حکومت هم هغه له بهرنيو شرکتونو او هېوادونو څخه د طبي سامانونو او درملو د اخېستلو په زمينه کښې د ايران لپاره خنډونه جوړوي او حتی په اوس حال کښې چې ايران له کورونا سره د مبارزې لپاره د ضروري سامانونو واردولو ته سخت ضرورت لري دغې رويې ته دوم ورکوي.

---------------

 

ټیګونه