د کورونا وایروس ختمیدل نړیوال پیوستون غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د کورونا وایروس له مینځه وړل نړیوال پیوستون ته ضرورت لري وویل دغه وایروس سرحد ، ملیت او دین نه پیژندي او تراوسه کابو دوو سوو (۲۰۰) هیوادونو ته خپور شوی دی .
هغه د تهران د ازادۍ برج د ویډیو میپ د کتنې په څنګ کښې چې له کورونا وایروس سره له ښکیلو هیوادونو سره د ایران د خلکو د همدردۍ د څرګندولو لپاره ترسره شو وویل له کورونا ناروغۍ سره په مبارزې کښې د ایران کړچار د نړۍ له هیوادونو سره برابر دی .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي ډاګینه کړه له کورونا وایروس سره د مقابلې او د هغه د درملنې په زمینه کښې په ایران کښې یوشمیر اقدامات ترسره شوي دي چې په نږدې راتلونکي کښې به ترې خلک خبر کړې شي .
موسوي د هغو ټولو هیوادونو او موسسو په قدرونې سره چې له کرونا سره د مبارزې په زمینه کښې یې له ایران سره مرسته کړي ده وویل چین ایران ته د مادي مرستو په راستولو سره همدا اوس د ایران له سائنس پوهانو سره له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره عملي ملګرتیا پیل کړي ده .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي هیله وکړه د کورونا منحوس وایروس زر ختم شي چې ایران هم وکولای شي له نورو هیوادونو سره مادي او تجهیزاتي مرستې وکړي .
په نړۍ کښې تراوسه په کورونا وایروس اته لکه اوه اویا زره (۸۷۷۰۰۰) کسان ککړ شوي چې څه دپاسه یولک پینځه اتیا زره (۱۸۵۰۰۰۰) ښه شوي او کابو درې څلویښت زره(۴۳۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .