د ايران او فرانسې د ولسمشرانو ټيلفوني خبرې اترې، د ايران په خلاف د اقتصادي جنګ د بندولو په ضرورت تاکيد
(last modified Tue, 07 Apr 2020 10:37:58 GMT )
Apr 07, 2020 15:07 Asia/Kabul
  • د ايران او فرانسې د ولسمشرانو ټيلفوني خبرې اترې، د ايران په خلاف د اقتصادي جنګ د بندولو په ضرورت تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني پرون مازيګر د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون په ټيلفوني تماس کښې په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې د هېوادونو ترمېنځ د جنګونو د بندولو لپاره د ملګرو د مشر له نوښت څخه په هرکلي سره هيله څرګنده کړه چې په دغه نوښت کښې د ايران په خلاف اقتصادي جنګ هم شامل وي.

ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د بنديزونوپه حالاتو کښې له دغې بيمارۍ سره مبارزه له نورو هېوادونو مشکله ده، زياته کړه: د امريکې حکومت له دې سره سره چې د ايران په خلاف د غېرقانوني بنديزونو په لګولو سره نړيوال قوانين ترپښو لاندې کړي دي په دې حالاتو کښې هم په خپلو اقداماتو سره د روغتيا د نړيوالې ادارې د  ۲۰۰۵ کال تصويب شوي مقررات ترپښو لاندې کوي.

هغه موضوعات چې په دغو خبرو اترو کښې ورباندې تاکيد اوشو،يو ډول د ټولو هېوادونو له برخليک سره تړاو لري. له کوويډ -۱۹ بيمارۍ سره د مقابلې لپاره د ملګرتيا او د تجرباتو د تبادلې ضرورت او هغه مشکلات چې د امريکې ظالمانه بنديزونو د بيمارانو په علاج معالجه د هغې له خپرېدو څخه په مخنيوي کښې موثره طبي سامانونو او درملو ته د ايران د لاسرسائۍ په زمينه کښې رامنځته کړي دي؛ يوه داسې مسئله ده پکار دے په نړيواله سطح يې شننه او تفسير اوشي. دغه نظر په سيمه کښې د امنيت په شمول د نورو هغو موضوعاتو په اړه چې په دغو خبرو اترو کښې پرې تاکيد اوشو مصداق لري. ولسمشر روحاني په عراق کښې د امريکې وروستي تحرکات خطرناک او د عراق او سيمې په تاوان وبلل. امانوئل مېکرون هم په دغو خبرو اترو کښې په سيمه ايزو تعلقاتو کښې د ايران مهم او رغانده رول ته په اشارې سره د سيمې د صلحې، ثبات او امنيت د پراختيا په لړ کښې د ايران او فرانسې په دوه اړخيزو، سيمه ايزو او نړيوالو تعلقاتو او ملګرتياو تاکيد وکړ. هغه له ايران سره د هر اړخيزو ملګرتياو له پراختيا سره د فرانسې دلچسپۍ ته په اشارې سره د اېنسټکس مالي لارې چارې د کار شروع کولو لپاره اوچت کړې شوي ګامونه مثبت وبلل او هيله يې څرګنده کړه چې ترې په استفادې سره به د ايران او اروپا تبادلات زيات شي  چې له ايران سره د اروپا مالي ملګرتياوې په ډېرآسان شکل سره ترسره شي. خو د اينسټېکس لارې چارې په لړ کښې اوچت شوي وړومبني ګامونه له هغه څه سره چې د  اروپا په ژمنو کښې دي زياته فاصله لري. تر اوسه له دېرشو زياتو هېوادونو او يو شمېر نړيوالو ادارو له کورونا سره د مقابلې په زمينه کښې مرستې کړې دي خو ځينې هېوادونه هم هغه شان کوشش کوي د کورونا بيمارۍ له خپرېدو څخه ناوړه استفاده کوي.

امريکې په ايران باندې په بنديزونو لګولو سره دنيا ته وښودله  چې له انساني ارزښتونو او معيارونو څومره لرې ده. هم هغه ډول چې د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني په دې وروستيو وختونو کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: له کورونا سره د مقابلې د ضرورت سامانونو له پوره کولو سره دامريکې مخالفت او خنډ اچونې د بشريت په خلاف د جنايت واقعي مصداق دے. د کورونا بحران په نړۍ کښې له يو قطبي نظام څخه رامنځته شوي انډولونه ګډوډ کړي او حتی امريکه يې له داسې مشکل سره چې  تصور يې نه کوۀ مخامخه کړې ده. اوس ټول هېوادونه د يو بل ملګرتيا او مرستو ته ضرورت لري.

هغه څه چې په اوسنيو حالاتو کښې د دې موضوع اهميت څو برابره کوي، د حقيقت پسندۍ او د مسائلو د ژور درک ضرورت او همدارنګ غوره شوې طريقې او تګلارې منطقي دي.  له دې نظره د ايران او فرانسې د ولسمشرانو خبرې اترې د پام وړ دي. د برجامي ژمنو په اړه له واقعيتونو او د اروپا له بدقوليو نه واخلې د امريکې د ظالمانه بنديزونو په مقابل کښې تر خاموشۍ او شاتګ په اړه د ايران هيلې او نيوکې او بنيادي بحثونه يو بل څيز دے.

د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي د تېر ګل په ورځ وويل: ايران له ټولو خپلواکو هېوادونو او تمدنې نړۍ څخه غواړي چې د امريکې غېر قانوني ، ظالمانه او بې اصله، بې نبياده بنديزونو ته توجه ونه کړي  او اجرا يې نه کړي چې د يو بل په ملګرتيا سره دا مشکل هوار کړي.

 

ټیګونه