اسلامي ایران د عراق د نوي لومړي وزیر هرکلی وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د عراق د نوي لومړي وزیر په توګه د مصطفی عبداللطیف الکاظمي د معرفي کیدا هرکلی وکړ .
هغه وویل ایران تل په عراق کښې د سیاسي ثبات ، د ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي واکمنۍ او د خپلواکۍ ملاتړ کړی دی او له ډیموکراټیکې لارې د دغه هیواد د ټولو سیاسي ډلو یوشان نظر د اختلافاتو په سوله ییز ډول د هواري لپاره یوازنۍ لاره ګڼي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند ویاند عباس موسوي زیاته کړه بې شکه په عراق کښې د دیني مرجعیت او د خلکو د غوښتنې د تامینولو لپاره د دغه هیواد د ټولو سیاسي ډلو او شخصیتونو او پرګنو غږملتیا او یوزړه والی او په نړیواله او سیمه ییزه سویه له مهم مقام څخه د برخوریدا او په ثبات او اتحاد سره د یوه(۱) هیواد رامینځته کول اغیزشیندونکي وو او دي .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د تیر وخت په شان له مشکلاتو د عراق د وتلو او د دغه هیواد د خلکو او د مذهبي مشرانو د هدفونو ته د رسیدا لپاره د عراق له حکومت سره ملګرتیا ته تیار دی .
د عراق د کابینې له جوړولو د عدنان الزرفي له پښیمانه کیدا وروسته د دغه هیواد ولسمشر برهم صالح پرون مصطفی عبداللطیف الکاظمي ته د کابینې د جوړولو کار وروسپاره .