د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د حالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې
(last modified Wed, 15 Apr 2020 23:54:59 GMT )
Apr 16, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • د ايران او چين خارجه  وزيرانو د افغانستان د حالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې

د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د وروستيو بدلونونو او حالاتو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په افغانستان کښې د سياسي بدلونونو او دغه هېواد ته د صلحې او قرارۍ د ستنېدو په اړه د خپلو سيمه ايزو او نړيوالو صلاح مشورو په دوام کښې پرون د چين له خارجه وزير وانګ يي سره په ټيلفوني تماس کښې د نظر تبادله وکړه.

محمد جواد ظريف او وانګ يي همدارنګ د دوو اړخيزو تعلقاتو، د ايران او چين د بشپړه و سټراټيجګ مشارکت، له کورونا سره د ګډې مبارزې او د ايران د ملت په خلاف د يو اړخيزو او غيرانساني بنديزونو په شمول د امريکې د غليمانه سياستونو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

د ايران خارجه وزير له دې مخکښې هم د روسيې، ترکيې، قطر او هند له خارجه وزيرانو سره په افغانستان کښې د سياسي بحران د وروستيو بدلونونو، په سيمه او نړۍ کښې د کورونا د خپرېدو د وروستي حالت او ورسره د مقابلې د ډله ايزو لارو چارو په اړه صلاح مشورې وکړې.

محمد جواد ظريف د تېر ايتوار په ورځ هم د ملګرو ملتو له مشر آنتونيو ګوټرش سره په خبرو اترو کښې په افغانستان کښې د سياسي بحران د هواري او په دغه هېواد کښې د صلحې د بهير د پرمختګ لپاره د ايران د ډېپلومېټکو کوششونو د يو رپوټ په وړاندې کولو سره له افغان چارواکو محمد اشرف غني او عبدا... عبدا... سره د خپلو تماسونو جزئيات بيان کړل.

 

ټیګونه