امریکا باید په نورو هیوادونو کښې لاسوهنه بنده کړي
(last modified Sun, 19 Apr 2020 23:57:35 GMT )
Apr 20, 2020 04:27 Asia/Kabul
  • امریکا باید په نورو هیوادونو کښې لاسوهنه بنده کړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د ولسمشر ټرامپ ځینو ادعاګانو ته په غبرګون کښې هغه ته په وینا کښې ټینګار وکړ د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه ختمه کړئ .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینې ماڼۍ کښې په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې د کورونا وایروس د خپریدا په وخت کښې د ایران د خلکو پرضد د واشنګټن اقتصادي ترهګرۍ ته له اشارې پرته وویل امریکا ایران ته د مرستې استولو ته چمتو ده .

ولسمشر ټرمپ له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره په امریکا کښې د طبي او د روغتیايي تجهیزاتو له سخت کمښت او ډیرو مشکلاتو سره سره ادعا وکړه د ایران دغوښتنې په بڼه کښې د مصنوعي سا اخیستلو په زرګونو دستګاوانې تهران ته استوي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په دوام کښې په دې ادعا سره چې ایران همدا اوس یو (۱) متفاوت هیواد جوړ شوی دی وویل تهران غواړي یوه(۱) موافقه لاسلیک کړي خو زما په نظر پخوانی خارجه وزیر جان کیري د ایران چارواکو ته وايي صبر وکړئ شاید ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې ماتي وخوري او تاسو بیا خبرې  اترې کولای شئ .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په دې خبرې ټینګار سره چې تهران د امریکا له هيڅ سیاستوال سره مشوره نه کوي ولسمشر ټرمپ ته په وینا کښې وویل ټول  کارونه چې تاسو یې باید ترسره کړئ دا دي چې د نورو هیوادونو په تیره بیا د ایران په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړئ .

ظریف دغه راز ایران ته د مصنوعي سا اخیستلو د دستګاوانو د استولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په ځواب کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت په راتلونکو څو میاشتو کښې د مصنوعي سا اخیستلو دستګاوانې بهرنیو هیوادونو ته صادروي .

 

ټیګونه