ايران ته د ننوتلو لپاره د افغان سوداګرو او ډرائيورانو د ويزې مشکل هوار شو
(last modified Tue, 21 Apr 2020 08:19:31 GMT )
Apr 21, 2020 12:49 Asia/Kabul
  • ايران ته د ننوتلو لپاره د افغان سوداګرو او ډرائيورانو د ويزې مشکل هوار شو

په افغانستان کښې د ايران د سفارت د سوداګرۍ د چارو مشر د ايران اسلامي جمهوريت ته د ننوتلو لپاره د افغان سوداګرو او ډرائيورانو د ويزې د مشکل د هواري خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد مهدي جوانمرد قصاب د دواړو هېوادونو د تجارتي تعلقاتو د تينګېدو اهميت ته په اشارې سره وويل، له ترسره شويو هلو ځلو وروسته د ايران اسلامي جمهوريت ته د داخلېدو لپاره د افغان سوداګرو، صنعتکارانو او ډرائيورانو د ويزې صادرېدل له دوو مياشتو ځنډ نه وروسته له پرون څخه شروع شول. په افغانستان کښې د ايران د سفارت د سوداګرۍ چارو مشر همدارنګ د افغان ډرائيورانو لپاره د ويزې د صادرولو د شرط په اړه په ګوته کړه، د افغان ډرائيورانو ويزه به د کورونا بيمارۍ د نه لرلو او سلامتيا د تائيديې د ښودلو په شرط سره ورکړې کيږي.

 

ټیګونه