روسیه او اسلامي ایران خپلې تجارتی او دوه اړخیزې اړیکې لاپراخوي
(last modified Wed, 22 Apr 2020 01:05:40 GMT )
Apr 22, 2020 05:35 Asia/Kabul
  • روسیه او اسلامي ایران خپلې تجارتی او دوه اړخیزې اړیکې لاپراخوي

د روسیې ولسمشر ټينګار وکړ له بده مرغه په لویدیځ کې د انساني حقوقو په باب ډیرې خبرې کیږي ،خو په عمل کې څه بل ماډل عمل کوي .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټيلیفونی تماس کې د تهران او ماسکو   دهراړخیزو ملګرتیاؤ  پر پياوړتیا او  ددوو اړخیزو موافقو په اجرا کې پر چټکتیا ټينګار کړی دی .

 ډاکټر حسن روحاني  په دغه تماس کې  له کرونا ویروس سره په مبارزې کې د ددواړو هیوادنو  دتجروبو د مبادلې او د ملګرتیاؤ پراختیا ضروری وبلله او وې وئيل ،  دایران او روسیې مسئولان باید هڅه وکړي څو  د روغتیائي پروټوکولونو په  رعایتولو سره  خپل مینځۍ  تخنیکي  تجارتی مبادلې   زیاتې کړي .

ډاکټر روحاني همداراز  دایران په ضد د امریکا دغیر قانوني اوظالمانه بندیزونو  اعمالولو او د  ائي ایم ایف په وسیله  ایران ته د پور  د ورکولو لپاره  خنډونو جوړونې ته  په اشارې سره روښانه کړې ، نن سبا سخت شرائط د نړۍ د درستو هیوادونو په وړاندې دي  او په دغو شرائطو کې  دوست هیوادونه باید خپلې په زړه پورې  ملګرتیاوې اوارتباط  نوره هم زیات کړي .

د روسیې ولسمشر  هم  په دغه  تماس کې  له اوسنیو سختو شرائطو څخه  دتیریدا لپاره  دایران او روسیې د تجروبو پرمبادلې ، دملګرتیا   او هلوځلو  په زیاتولو په ټينګار سره د دواړو هیوادونو د اړیکو اومناسباتو په پراختیا او د تهران او ماسکو  دموافقو په  اجرا کې پر چټکتیا ټينګار وکړ او دایران  په ضد دامریکا بندیزونو ته په اشارې سره ئې دغه اقدامات د  انساني حقوقو خلاف ورزي وبلله او  وې وئيل  له بده مرغه په  لویدیځ کې د انساني حقوقو په باب ډیرې خبرې کیږي ،خو په عمل کې  څه بل ماډل عمل کوي . د روسیې  ولسمشر  همدرااز د د آستانې  دخبرواترو دبهیر  اوله ترکیې سره  د درو اړخیزو  خبرواترو پشمول  د سیمه ایزو اونړیوالو  موضوعګانو په باب  هم د ایران او روسیې دسلامشورو  دوما د اهمیّت وړ چاره وبلله .  

 

ټیګونه