د پراخ بنسټه حکومت جوړیدل په افغانستان کښې د سیاسي سلامشورو چورلیز :-
(last modified Wed, 22 Apr 2020 10:28:50 GMT )
Apr 22, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د پراخ بنسټه  حکومت جوړیدل په افغانستان کښې د سیاسي سلامشورو چورلیز :-

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړیدا سره د مرستې په هدف سره د ډيپلوماټیکو سلامشورو په دوام کښې په کابل کښې د کتنو او د خبرو اترو نوی پړاو ترسره کړ .

د ایران د باندنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول او د وزیر مرستیال سید رسول  موسوي چې د افغانستان په چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي او مرستیال محمد ابراهیم طاهریان سره سره یوځای کابل ته تللی دی پرون په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې د دغه سفر په پایلو باندې د خوشبینۍ په څرګندولو سره هیله وکړه د افغانستان چارواکي د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو سره د بین الافغاني خبرو اترو د ترسره کولو او په هیواد کښې  سولې او ثبات ته د رسیدا لپاره لوړ ګام پورته کړي .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان کابل ته په سفر کښې له محمد اشرف غني ، عبدالله عبدالله ،پخواني ولسمشر حامد کرزي ، د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر ، د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب ، د جمعیت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدین رباني او د تنظیم دعوت اسلامي ګوند له مشر عبدالرب رسول سیاف سره کتنې او خبرې وکړې .

طاهریان دغه راز په افغانستان کښې د ملګروملتونو د استازي یوناما له مرستیالې میرمن  اینګریډ هایدن ( Ingrid Hayden) سره کتنه وکړه او د افغانستان د روانو مسائیلو په هکله د نظر د تبادلې په ترڅ کښې یې د دغه هیواد په اړونده چارو کښې د ملګروملتونو د رول لوبولو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ .

افغانستان همدا اوس له سخت او پیچلي حالت سره مخ دی .

له یوې خوا له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو د افغانستان د سیاسي بدلونونو په بهیر سیوری غوړولی دی او له بلې خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې په هیواد کښې په سیاسي چیلنج بدلې شوي دي .

ایران په افغانستان کښې له سیاسي چارواکو او شخصیتونو سره په سلامشورې کښې د دغه هیواد د اساسي قانون پراساس د سیاسي جوړښتونو په پیاوړتیا ټینګار لري او د سیاسي ډلو ترمینځ له خبرو اترو یې  خپل ملاتړ  هم اعلان کړی دی .

په پاکستان کښې د افغانستان پخواني ډیپلوماټ احمد سعیدي په خپل هیواد کښې دسیاسي حالاتو د پیچلتیا په هکله باوري دی د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته تاوتریخوالي ، له طالبانو سره د امریکا موافقه او له ترهګرۍ د ځینو هیوادونو ملاتړ کار داسې ځای ته رسولی دی چې د ټولو شیانو اټکل کول یې مشکل کړي دي .

په دا ډول حالت کښې که چیرې د افغانستان په داخل کښې سیاسي هڅې ونه توانیږي دغه اختلافات ختم کړي په هیواد کښې به د ناامنیو د زیاتیدا او د پردیو هیوادونو د لاسوهنو لپاره نوي پلمې برابرې شي .

د ایران اسلامي جمهوریت هیله من دی د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو په ګډون سره د یوه(۱)  پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا سره د دغه هیواد دټولو سیاسي ډلو په شرکت سره د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا زمینه زر ترزره برابره شي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اسیا د  زړه د وزیرانو په اتم (۸) کانفرنس کښې چې څه موده مخکې د ترکیې په استانبول کښې جوړ شوی وو وویل له هرې وسیلې چې زمونږ په اختیار کښې ده باید د جرمني د بن د ۲۰۰۱ میلادي کال د کانفرنس د بریاو د ساتلو او په تیره بیا هر ډول سیاسي حل لارې ته د رسیدا لپاره د یوې (۱) پیاوړي ستني په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په چوکاټ کښې د سولې د بهیر د اسانتیا لپاره استفاده وکړو .

لویدیځه اسیا سیمه څه د پاسه لس (۱۰) کاله کیږي چې د امریکا د لاسوهنو په ډګر بدله شوي ده .

امریکا د سیمې د ویشلو په پلانونو او نقشو او د القاعده په شان د ترهګرو ډلو په جوړولو او له دغه ډلې او نورو ټروریسټي ډلو په ملاتړ کولو سره هڅه کړي ده په سیمه کښې سیاسي او امنیتي معادلات بدل کړي او خپله سلطه د سیمې په هیوادونو وروتپي .

خو په افغانستان کښې د امریکا نولس (۱۹) کلن  نیواکګر شتون وښودله دغه تصور چې په خارجي نیواک او یرغل سره مشکلات حل کولی شو  یو(۱) باطل او په عین حال کښې ناوړه تصور دی .

امریکا هیڅکله د افغانستان په شمول د سیمې د ملتونو د مشکلاتو د حل کولو په فکر کښې نه ده ځکه چې امریکا  په خپله په سیمه کښې د اختلافاتو، د ناامنیو او د مشکلاتو اصلي علت ده .

په داسې شرایطو کښې  چې د لویدیځو  هیوادونو د روزل شوي ترهګرۍ او د ځینو ناخوښو عناصرو په وجه تاوتریخوالي او سرزورۍ لویدیځه اسیا سیمه له جنګ او تاوتریخوالي سره مخ کړي ده نشو کولای د کړکیچونو حل یوازې د سیمې په داخل کښې ولټوو .

بې شکه د تاوتریخوالو د اصلي عامل په توګه د دغو کړکیچونو په رامینځته کولو کښې د امریکا رول د پټیدا وړ نه دی .

 

ټیګونه