امریکا او اروپا ایران ته نصیحت نه شي کولې
(last modified Fri, 24 Apr 2020 12:13:19 GMT )
Apr 24, 2020 16:43 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا ایران ته نصیحت نه شي کولې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا او اروپا نه شي کوې چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د غلط او بې بنیاده تفسیر له مخې ایران ته وعظ او نصیحت وکړي.

محمد جواد ظریف نن په خپل ټویټر اکاونټ کښې ولیکل: امریکا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په اپوټه له ۲۰۱۷ کال څخه ټولو ته په زوروینې او بدماشۍ اخته ده.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: اروپا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د پیروۍ پرځاې د امریکې اطاعت کړی دی، او دغه دواړه (امریکا او اروپا) نه شي کولې چې د امنیت شورا د دغه پریکړه لیک په هکله د یو بې بنیاده او غلط تفسیر په اساس ایران ته پند او نصیحت وکړي.

ظریف هم داشان څرګنده کړې چې اران نه ایټمي وسله لري او نه داسې کوم توغندې چې د دغو بوږنونکو وسلو د وړلو لپاره ډیزاین شوې وي، تاسو سوچ وکړئ چې دغه شیان څوک لري؟

د ویلو ده چې د ایران له خوا د (نور) سپوږمکۍ له کامیابې لیږدونې وروسته ځینو اروپايي او امریکايي چارواکو د ایران له دې کاره اندیښنه څرګنده کړې او ادعا کوي چې ایران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي کړې ده.

 

ټیګونه