په ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۶۸زره کسان ښه شوي
(last modified Sat, 25 Apr 2020 10:45:18 GMT )
Apr 25, 2020 15:15 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړ څه دپاسه ۶۸زره کسان ښه شوي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه میلیون اته لکه اوه دیرش زره تنو ته رسیدلی چې له دغه شمیره لږترلږه یو لک اوه نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه اته لکه نهه زره کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د  اسلامی ا یران  د روغتیائی چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې په ایران کې په کرونا ویروس دکابو نهه اتیازره کسانو ککړتیا ته په  اشارې سره ووئيل تر دې دمه په درست ایران کې له کرونا ویروس له ککړو کسانو اته شپیته زره  یو سل درې نوي کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له  روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 کیانوش جهانپور په ایران کې د ککړو کسانو د احصایو په باب په تیرو ۲۴ساعتونو کې د نورو یوزر یو سل څلوردیرشو ککړو کسانو مشخص کیدا ته په اشارې سره  ووئیل تر دې دمه په ایران کې د تشخیص د قطعي معیارونو په اساس په ایران کې په کرونا ویروس  نهه اتیا زره درې سوه اته ویشت  ککړ کسان پيژندل شوي دي .

 جهانپور  همداراز په تیرشواروز کې  د کرونا ویروس له ککړیدا له امله د ۷۶کسانو مړینې  ته په اشارې سره ووئيل له بده مرغه په ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو قربانیانو شمیر پنځه زره شپږ سوه پنځوس تنو ته ورسید.

 داپه داسې حال کې دي چې  په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه میلیون اته لکه اوه دیرش زره  تنو ته رسیدلی  چې له دغه شمیره  لږترلږه یو لک  اوه نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او  څه دپاسه اته لکه نهه زره کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو  هم رخصت شوي دي . وروستي راپورونه ښئ  امریکا هماغه راز په  کرونا ویروس دککړو او قربانیانو دشمیر  لومړنی هیواد دی، راپورښئ،په امریکا کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر نهه لکه پنځه ویشت زره اوه سوه پنځوس ،د قربانیانو شمیر ئې دوه پنځوس زره دوه سوه شل،په اسپانیاکې د ککړوکسانو شمیر دوه لکه شل زره  او د قربانیانو شمیر ئې دوه ویشت زره پنځه سوه شل،په ایټالیا کې د ککړوکسانو شمیر یولک درې نوي زرو ته ،د قربانیانو شمیر ئې پنځه ویشت زره نهه سوه اویا ،په فرانسې کې د ککړو کسانو شمیر یولک شپیته زره ،  د قربانیانو شمیر ئې دوه ویشت زره  دوه سوه پنځوس، په جرمني کې د ککړو کسانو شمیر یو لک پنځه پنځوس زره ، دقربانیانو شمیر ئې نولس زره پنځه سوه ، په ترکې کې د ککړو کسانو شمیر  یو لک پنځه زره ، د قربانیانو شمیر ئې دوه زره شپږ سوه کسانو ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه