د امريکې د غير قانوني اقداماتو په وړاندې د اروپا په کمزوري دريځ د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر نيوکه
امريکې خپل ټول توان وکاروۀ چې ايران ته د پېسو د نړيوال صندوق لخوا د پور ورکولو خنډ شي.
د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني د پېسو له نړيوال صندوق څخه د ايران د پور له غوښتنې سره د امريکې د مخالفت په غبرګون کښې وويل: ثالث حکومتونه دوه ژمنې لري، له ناقص حکومت سره د ملګرتيا پرې کول او د غيرقانوني حالت د ختمولو لپاره اقدام.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په يو بل ټوئيټ کښې وليکل: «له کورونا سر د مقابلې د ضرورت وړ سامانونو د پوره برابرولو لپاره د پېسو له نړيوال صندوق څخه د ايران له غوښتنې سره د امريکې مخالفت د بشريت په خلاف د جنايت يوه واقعي نمونه ده.»
د امريکې غير انساني چلند او غلط اقدامات نه يوازې د ايران په اړه بلکه د نړۍ په سطح کښې پېژندل شوي دي. اوس نړيواله ټولنه په تجربې سره دې نتيجې ته رسېدلې ده چې د امريکې اقدامات د کورونا وائرسو په شان په يو نړيوال مصيبت بدل شوي دي.
يو مهم ټکے چې د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني ورته په خپل ټوئيټ کښې اشاره کړې د پېسو له نړيوال صندوق څخه د ايران د پور له غوښتنې سره دامريکې د مخالفت په وړاندې د افسوس په څرګندولو د اروپائي هېوادونو بسنه ده.
د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په دې وروستيو په يو لړ څرګندولو کښې د واشنګټن په دريځ د افسوس په څرګندولو سره وويل، امريکه ايران ته د پېسو د نړيوال صندوق د پور د ورکولو خنډ شوې ده.
اروپائي اتحاديې له دې مخکښې هم د برجام ايټمي موافقې د خلاف ورزۍ او بنديزونو په وړاندې دغسې يو دريځ غوره کړے ؤ چې په عملي توګه يې هيڅ خاصيت نه دے لرلے. اوس هم د اروپا دريځ د هم هغه شنډ او بې اثره چلند تکرار دے. په داسې حال کښې چې د پېسو نړيوال صندوق د يوې مسئولې ادارې په توګه د غړيو په اړه معلومې دندې لري او د يو زورور هېواد په خاطر د صندوق اسانتياوط نه شي مصادره کولې.واضحه ده چې د امريکې حکومت د ټولو نړيوالو اصولو او قواعدو ترپښو لاندې کولو سره په ايران باندې له زيات نه زيات دباو اروړلو په لټه کښې دے.
څو ورځې مخکښې رسنيو رپوټ ورکړ چې په لوکزامبورګ کښې يوې محکمې د ستمبر د يولسمې د حملو د قربانيانو نومې ډلې په ګټه د ايران له پانګو څخه د ۱.۶ ميليارډ ډالرو د انتقالولو په اړه د امريکې غوښتنه رد کړه ، خو واشنګټن فري بيکن سائيټ د ټرمپ د حکومت د لوړ رتبه چارواکو په نقل سره رپوټ ورکړ چې امريکې په په دې اړه چې دغه رقم به هم هغه شان مصادره وي يو لړ ضمانتونه حاصل کړي دي او په اوس حال کښې به ايران ته منتقل نه کړې شي.
د پېسو نړيوال صندوق د خپلې مصوبې مطابق له کورونا سره له ښکېلو هېوادونو سره د مرستې لپاره د اضطراري مرستو په قالب کښې پنځوس ميليارډ ډار ورکوي.ايران هم د يو غړي په توګه په صندوق کښې د خپلې ونډې اندازې ته په پام سره د تقريباً پينځو ميليارډ ډالرو د چټکه مالي تامين له اسانتياو څخه د برخورۍ غوښتونکے. هم هغه ډول چې د ايران د مرکزي بېنک مشر د پېسو د نړيوال صندوق له مشرې کريسټالينا ګورګيوا سره په خپلو وروستنيو خبرو اترو کښې وويل، که د پېسو د نړيوال صندوق بې طرفي زيانمنه شي نو رغېدل به يې مشکل کار وي.
د اروپائي اتحاديې په اړه هم بايد وويل شي چې که اروپايان د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره د کوشش او د امريکې قانون ماتونې ته د مضبوط او پرېکنده ځواب ورکولو په ځاے هم هغه شان د افسوس څرګندونې او بې عملۍ لارې ته دوام ورکړي نو پکار دے ځانونه يې د نتائجو منلو ته چمتو کړي چې دغه نتائج مخکښې هم د برجام ايټمي موافقې په وړاندې تجربه شوي دي.
---------