ظريف د پاکستان او ترکمنستان خارجه وزيرانو سره خبرې اترې وکړې
Apr 30, 2020 15:55 Asia/Kabul
د ايران خارجه وزير د پاکستان او ترکمنستان خارجه وزيرانو سره په ټيلفوني خبرواترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.
د ايران د خارجه وزارت د طلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن د ترکمنستان له خارجه وزير رشيد مردوف سره د دوو اړخيزو تعلقاتو، د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې او د ايران په خلاف د امريکې د ظالمانه بنديزونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير همدارنګ د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د دوو اړخيزو تعلقاتو د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې او په افغانستان کښې د وروستيو سياسي بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه.