په ایران باندې د دباؤ زیاتولو لپاره له برجام سره لوبې د توجیه وړ نه دي
په پاریس کښې د ایران سفیر وویل: له ایټمي موافقې سره څواړخیزې او رِندانه لوبې او په ایران باندې د دباؤ زیاتولو او د طبیعي حقوقو د ضایع کولو لپاره یې د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو پلمه ګرځول په هیڅ منطق او معیار سره د توجیه وړ نه دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې په فرانسه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهرام قاسمي بیګا وویل: امریکې له ایټمي موافقې په وتلو سره هم د برجامي ژمنو او هم د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي وکړه او او په دې کار سره یې د ملګرو ملتو او حتی د ایټمي موافقې د نورو شریکانو د کمزورې کولو اقدام وکړ.
قاسمي څرګنده کړه: د منلو وړ نه ده چې یو هیواد له یوې معاهدې په وتلو سره هم خپلې ژمنې ترپښو لاندې کړي او هم په کښې د جعلي او انتخابي ګټو د موندلو په لټه کښې وي.
یاده دې وي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په دې وروستیو کښې مدعي شوی چې واشنګټن د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ګډونوال دی او کوی شي چې د ایران د وسلو د بندیز د تمدیدو غوښتونکی شي.