ایران د زندانیانو په تبادلې کښې د ځنډ په هکله د امریکې ادعا دروغ وبلله
(last modified Tue, 12 May 2020 03:28:48 GMT )
May 12, 2020 07:58 Asia/Kabul
  • ایران د زندانیانو په تبادلې کښې د ځنډ په هکله د امریکې ادعا دروغ وبلله

د ایران د خارجه وزارت ویاند تیر ماښام د بندیانو په تبادله کښې د تهران د ځنډ په هکله د امریکې ادعا ته غبرګون وښود.

د ایرنا د خبر له مخې سید عباس موسوي په خپل ټویټر اکاونټ کښې په دې خبرې سره چې لاپې شاپې ختمې کړئ، ولیکل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ۲۰۱۸ کال له ستمبر څخه د زندانیانو د سراسري تبادلې موضوع مطرح کړې او د امریکې له حکومته یې غوښتې دي چې په امریکې او نورو هیوادونو کښې د ولجه شویو ایرانیانو په وړاندې مسئولانه اقدام وکړي.

موسوي زیاته کړې چې د امریکې حکومت تراوسه په بې پامۍ سره په دغه هیواد او نورو ملکونو کښې د برمته شویو ایرانیانو ژوند په خطر کښې اچولې دی.

د ویلو ده چې د امریکې د کورني امنیت د چارو مرستیال وزیر کن کوچینلي په یو ټویټري پيغام کښې ایران د زندانیانو د تبادلې په ترسره کیدو کښې په ځنډ تورن کړی دی.

خو دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن له غونډې وروسته د خبریالانو په ټول کښې د ایراني او امریکايي زندانیانو د تبادلې په هکله وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۱۸ کال له ستمبر څخه دغې مبادلې ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

 

 

ټیګونه