ایران په ایټمی حوزوکې د پام وړ پرمختګونه درلودلي دي
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه له هغو کسانو چی خلکو ته سپارښتنه کوي ضد عفونی کونکي مواد وخورئ تر څو کرونا درته ونه لګی ، لیرې نده د هغې موافقې په اړه چی له هغې وتلی ده او په رسمی بیانیه کې یې په رسمی توګه لیکل شوی دی چی په ایټمی موافقه کې خپل شتون او ګډون ختموی ، اوس ووایی چی د برجام غړې دې .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د خبریالانو په ټول کی د دې پوښتنې په ځواب کی چی امریکایان له ایټمی موافقې له وتلو سره سره ادعا کوی چی د امریکا نوم د یوه غړی په توګه د برجام په اصلی سند کې لیکل شوی . په همدې چوکاټ کې هغو هماغه راز د دغې نړیوالې موافقې په اړه نظر اعمالولې شی ، جوته کړه د امریکایی چارواکو لخوا د ډیرو احمقانه ادعاګانو مطرح کیدل کومه نوی خبره نده .
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه له هغو کسانو چی خلکو ته سپارښتنه کوي ضد عفونی کونکي مواد وخورئ تر څو کرونا درته ونه لګی ، لیرې نده د هغې موافقې په اړه چی له هغې وتلی ده او په رسمی بیانیه کې یې په رسمی توګه لیکل شوی دی چی په ایټمی موافقه کې خپل شتون او ګډون ختموی ، اوس ووایی چی د برجام غړې دې .
ښاغلی ظریف د دې خبرې په کولو سره چی د امریکا درستو متحداتو ویلی دی د ایټمی موافقې په زمینه کی د امریکایانو استدلال د منلو ندې ، په دې هکله د یوې بلې پوښتنې په ځواب کی چی برایان هوک ویلی دی د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ترسره کیدا به له ایټمی موافقې هیڅ پاتې نشی ،وویل برجام له هغه سره اړه نلری او هغه څه چی مهم دي ایران او په ایټمی موافقه کې پاتې غړی دي .