ایران د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي بدل شوی دی
(last modified Sun, 17 May 2020 00:54:49 GMT )
May 17, 2020 05:24 Asia/Kabul
  • ډاکټر سعید نمکی د ایران د روغتیا وزیر
    ډاکټر سعید نمکی د ایران د روغتیا وزیر

ډاکټر نمکي: د ایران اسلامي جمهوریت له دوو میاشتو په کمه موده کښې د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي هیواد بدل شوی دی.

د ایران د روغتیا وزیر په هیواد کښې د کرونا له راګډیدو سره هممهاله ځینو کمښتونو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په کورني توان باندې په تکیې سره له دوو میاشتو په کمه موده کښې د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي هیواد بدل شوی دی.

سعید نمکي پرون وویل: په هغو ورځو کښې چې ایران د ماسک او حفاظتي لباس له کمي سره مخامخ و، د هیواد حتی یو ډاکټر یا نرس هم د دغو امکاناتو د کمي په وجه خلکو ته شا نه کړه.

هغه زیاته کړه چې په کرونا په پړاؤ کښې په ځینو اروپايي او امریکايي هیوادونو کښې ډیر خلک د روغتونونو مخې ته سرګردانه وو او د ډیر عمر سړیو او ښځو ته پاملرنه ونه شوه خو په ایران کښې حتی یو بې وزله او بې کوره کس هم د روغتون له وره بهر پاتې نه شو.

هغه په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د مړینې او د نورو کسانو د ککړیدو مخ په کمیدونکي بهیر ته په اشارې سره وویل چې د ایران ۲۱۸ ښارونه کم خطره او سپين وضعیت لري او د دغو ښارونو شمیر ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.

 

ټیګونه