امریکا د قانوني تجارت د ګډوډولو اجازه نلري
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل په دنیا کښې قانوني تجارت دوام مومي او امریکا اجازه نه لري قانوني تجارت ګډوډ کړي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف پرون د ایران د هغو کشتیو د ګواښلو په هکله چې وینزویلا ته روانې دي د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل امریکا اجازه نلري قانوني تجارت ګډوډ کړي ځکه چې دغه سیاست د ټولې نړۍ لپاره خطر دی .
جواد ظریف ټینګار وکړ که چیرې کوم هیواد وغواړي د خپلو غلطو سیاستونو پراساس فیصله وکړي او په قانوني تجارت کښې د ګډوډۍ د رامینځته کولو لپاره اقدام وکړي حتما به له نړیوال غبرګون سره مخ شي .
وینزویلا ته د ایران د تیلو تلونکو کشتیو لپاره د مزاحمت د رامینځته کولو لپاره د امریکا د حکومت د چارواکو د ګواښ په هکله د ځينو راپورونو له خپریدا وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تیرې یکشنبې ورځ د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ته په یوه (۱) لیک کښې د امریکا غیر قانوني ، خطرناک او لمسونکي ګواښونه یوډول سمندري غلا او د نړیوال امنیت او د سولې لپاره ستر خطر وبلل .
د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي هم د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه په تهران کښې د سویزرلینډ د سفیر په احضارولو سره وویل د ایران د تیلو د کشتیو پرضد هرډول ګواښ به د ایران له سمدستي او پریکنده غبرګون سره مخ شي او د امریکا حکومت به د هغو د پایلو مسول وي .