ظريف د امريکې له زندانه د ډاکټر مجيد طاهری د آزادېدو خبر تائيد کړ
Jun 05, 2020 04:24 Asia/Kabul
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې د امريکې له زندانه د ايراني سائنسدان ډاکټر مجيد طاهري د آزادېدو په تائيدولو سره وويل چې دغه بهير د ټولو زندانيانو لپاره رامنځته کېدې شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا په خپل ټوئيټ کښې زياته کړه: ټول هغه ايرانيان چې د امريکې په غوښتنه په نورو هېوادونو همدغه هېواد کښې يرغمال نيول شوي دي پکار دے خپلو کورونو ته راستانۀ شي.
ډاکټر مجيد طاهري د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د يو اړخيزو قوانينو د خلاف ورزۍ په جرم په شپاړس مياشتو قېد محکوم شوے ؤ.