ايران د عراق د نوي حکومت د کابينې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه
(last modified Mon, 08 Jun 2020 00:15:15 GMT )
Jun 08, 2020 04:45 Asia/Kabul
  • ايران د عراق د نوي حکومت د کابينې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه

د ايران خارجه وزير د عراق له خارجه وزير سره په ټيلفوني خبرو کښې د دغه هېواد د نوي حکومت د کابينې په بشپړېدو د خوښۍ څرګندونه وکړه.

محمد جواد ظريف پرون له فواد حسين سره په خبرو اترو کښې د عراق د خارجه وزير په توګه د هغه په غوره کېدو مبارکي وويله.

ظريف په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په برخه کښې د تعقيب په حال کښې موضوعاتو اهميت ته په اشارې سره عراق ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سفر د موافقو د اجرا په ضرروت تاکيد وکړ.

د عراق د نوي حکومت د کابينې د بشپړېدو په اړه تبصره به له خبرونو وروسته وارئ.

 

ټیګونه