په ایران کې په کرونا ککړیولک ۳۸زره کسان ښه شوي دي
په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه درې اوه ملینو او دوه لکه شلو زروتنو ته رسیدلی چې له دغه شمیره لږترلږه څلور لکه لس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو درې میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو زوارت ویندوئې میرمن سیمنا سادات لاري نن په ایران کې په کروناویروس باندې د ککړو د شمیر په باب له خبریالانو سره په خبرو کې وئيلي دي ، د تشخیصد پریکنده معیارونو په اساس په تیرو شواروز کې په هیواد کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس ککړ نور دوه زره پنځه نوي کسان پيژندل شوي چې په درست ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه یو لک پنځه اویا زره نهه سوه اوه ویشت تنو ته زیات شوی دی .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کروناککړ۷۴کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وئيلي دي ،له بده مرغه دکرونائي قربانیانو شمیر تر دې دمه اته زره څلور سوه پنځه ویشت تنو ته رسیدلی دی . هغې وئيلي تر دې دمه په کرونا ککړ یو لک اته دیرش زره څلور سوه شپيته کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
همداراز راپور ښئ په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه درې اوه ملینو او دوه لکه شلو زروتنو ته رسیدلی چې له دغه شمیره لږترلږه څلور لکه لس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو درې میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .