ترکیې ته د ظریف سفر، د تهران او انقرې د سټراټیجکو اړیکو د پراختیا دوام
(last modified Mon, 15 Jun 2020 11:44:39 GMT )
Jun 15, 2020 16:14 Asia/Kabul
  • ترکیې ته د ظریف سفر، د تهران او انقرې د سټراټیجکو اړیکو د پراختیا دوام

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوه اړخیزو او اړیکو او نړیوالو مسائلو په برخه کښې د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې ته سفر کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په دغه سفر کښې به د دوه اړخیزو اړیکو ټول اړخونه دڅیړل شي او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله به هم د نظر تبادله وشي.

د ایران خارجه وزیر له ترکیې وروسته ماسکو ته سفر کوي څو د روسیې له خارجه وزیر سره هم د سیمې د وروستیو بدلونونو او هم داشان د تهران-ماسکو د اړیکو د پراختیا په هکله صلاح مشورې وکړي.

د تهران او انقرې اړیکې په دې وروستیو کلونو کښې یوې نوې مرحلې ته رسیدلې دي. په دې لړ کښې د سوریې له کړکیچه د وتلو لپاره د آستانه او سوچي د غونډو په ټولګه کښې د دواړو هیوادونو څواړخیزې ډیپلماسۍ، په سوریه کښې د اوربند د ټینګولو او له شخړې د پاکې سیمې د جوړولو لپاره ګډ اقدامات او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ملګرتیا په دې وروستیو کلونو کښې د ایران او ترکیې په اړیکو کښې د ملګرتیا مهم سرفصلونه پاتې شوې دي.  د ملګرتیا دې سویې د دواړو هیوادونو اړیکې د سیمې د امنیتي همپالنو د پیاوړتیا په لړ کښې د څواړخیزو تعاملاتو ډګر ته رسولې دي.

له دې نظره د سیاسي او امنیتي مناسباتو په برخه کښې د اړیکو لرلید له هر بدلونه مخکښې د سیمې په تیره بیا د سوریې او د عراق د شمال د بدلونونو په وړاندې د دواړو هیوادونو په بهرنۍ لوړتیا پورې اړه لري.

د ترکیې د چارو کارپوه ولي ګل محمدي وايي: انقرې له تیرو څو کلونو راهیسې د سیمې له هیوادونو سره په اړیکو کښې له ګاونډیانو سره د ستونزو بیخي ختمول تعقیب کړې دي چې دا چاره په لویدیځه آسیا کښې د دغه هیواد د حالاتو د ښه کیدو سبب شوې ده.

ترکیې ته د ظریف سفر هم د هم دې نظر تاییدونکې دی او د ایران او ترکیې په بهرنیو اړیکو کښې د همګرايۍ د پیاودتیا په معنا ګرځیدلې شي.

ایران تل په سوریې کښې د ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې ټینګار کړی دی او نن سبا هم، هم دغه نظر لري. دې مولفو ته په پآم سره، په انقره کښې د ظریف د مذاکراتو او د دغه سفر په توام کښې په ماسکو کښې یې د خبرواترو اهمیت پکار دي د ایران، ترکیې او سوریې د درې اړخیزو غونډو د سټراټیجکو موافقو د تعقیبونې په چوکاټ کښې وجاجوو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیر کال د ایران، روسیې او ترکیې د دراړخیزې سرمشریزې د پنځم پړاؤ په ترڅ کښې د آستانه بهیر په چوکاټ کښې درې اړخیزې ملګرتیاوې د سوریې او سیمې د ثبات او امنیت په لاره کښې یو خوځښت وباله او په دې خبرې یې ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې ګډه نظریه لري.

اوس د اقتصادي اړیکو په چوکاټ کښې هم د دواړو هیوادونو په وړاندې نوې فرصتونه پراته دي.

دغو اهدافو او د دواړو هیوادونو د چارواکو له خوا مطرح شویو دریځونو ته په پام سره ویلې شو چې په دې سفر کښې د ترکیې له چارواکو سره د ظریف مذاکرات پر سیاسي سټراټیجکو اهدفو سربیره ګډو ګټو او د امریکې له بندیزونو سره د مقابلې ضرورت ته په پام سره له اقتصادي اړخه هم ډیره مهمه موضوع ده.

 

ټیګونه