د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ
(last modified Mon, 15 Jun 2020 23:58:27 GMT )
Jun 16, 2020 04:28 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د مهمو دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا تاکید کړی دی.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په استنبول کښې د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کښې له کرونا ناروغۍ سره په مخامخیدنه کښې د دواړو هیوادونو کامیابې مبارزې ته په اشارې سره وویل: تهران او انقره د کرونا ناروغۍ د بشپړې جرړه ایستنې او په مختلفو څانګو په تیره بیا په علمي او طبي برخو کښې هرډول ملګرتیا ته تیار دي.

ظریف په دوام کښې د سیمې له هیوادونو په تیره بیا ترکیې سره د تهران د ملګرتیا د بهیر په دوام باندې په ټینګار سره زیاته کړه چې له کرونا وروسته د ترکیې له خارجه وزیر سره په وړومبنۍ کتنه کښې، ترکیې ته د ایران د ګیس د صادراتو د بیا پيلیدو او د سوداګریزو ټیرفونو په شمول بیلابیلو برخو کښې ښې پریکړې وشوې  چې تهران ته د ترکیې د ولسمشر په راتلونکي سفر کښې د دواړو هیوادونو د ګډ سټراټجک کمیشن په چوکاټ کښې به فاینل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د اشان د آستانه په بهیر کښې د تهران، انقرې او ماسکو ملګرتیاوې مثبتې وبللې او ويې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د آستانه بهیر په دوام باندې ټینګار لري.

په دغې خبري غونډې کښې ترک خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو هم په دې خبرې سره چې د آستانه په بهیر کښې د ترکیې، ایران او روسیې ملګرتیا په سیمې او سوریې کښې د کړکیچ د هواري او ثبات راتلو سبب شوې ده، زیاته کړه: په دې کتنه کښې د آستانه بهیر د دوام او په نزدې راتلونکي کښې د درې واړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ګډې غونډې د ترسره کیدو په هکله فیصله شوې ده.

هغه هم داشان هیله وښودله چې د ایران او ترکیې ترمینځ ټولې ځمکنۍ او هوايي پولې په نزدې راتلونکي کښې خلاصې شي او عادي بهیر ته ستنې شي.

 

ټیګونه