موسوي:
د امریکې د قانون ماتونې عادت یوازې د نړیوال ګډوډي سبب کیږي
د ایران د خارجه وزارت ویاند: په بې حده قانون ماتونې د واشنګټن عادت به یوازې د نړیوال ګډوډي سبب شي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د امریکې له خوا د "نورد اسټریم 2" په نوم اروپا ته د انرجۍ د انتقال په پروزې بندیز ته په اشارې سره څرګنده کړه: په بې حده قانون ماتونې د واشنګټن عادت به یوازې د نړیوال ګډوډي سبب شي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې سید عباس موسوي په خپل ټویټر کښې په دې خبرې سره چې بدماشې امریکې اوس د خپلو اروپايي انډیوالانو چیچل پیل کړې دي، اروپایانو ته په خطاب کښې ولیکل: لکه څنګه چې په کراتو خبرداری درکړې شوی و چې که د یو بدماش په وړاندې تسلیم شئ نو هغه لا بدماش کیږي.
په داسې حال کښ چې نورډ سټريم۲ نومې پروژه د روسیې او یو اروپايي کنسرسیوم له خوا اروپا ته د ګیس د صادراتو د زیاتولو په موخه اجرا کیدونکې ده، امریکا هڅه کوي چې په بایکاټ او خنډاچونو سره د هغې د اجرا مخه ونیسي.
واشنګټن تراوسه څوڅو وارې په دې پروژه کښې فعال شرکتونه او ټیکه داران بایکاټ کړي یا یې په سختو بندیزونو ګواښلې دي.