اروپايي هیوادونو ته د ایران د خارجه وزیر خبرداری :-
(last modified Fri, 19 Jun 2020 10:03:30 GMT )
Jun 19, 2020 14:33 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونو ته د ایران د خارجه وزیر خبرداری :-

د ایران د اټومي پروګرام په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وروستی راپور د دغه اژانس په واکمنې شورا کښې د اټومي تړون د اروپايي لورو لپاره یو (۱)سند او لاسوند جوړ شوی .

بریتانیا ، فرانسې او جرمني د دې پرځاې چې په اټومي تړون کښې خپلې کړې  ژمنې عملي کړي د جاسوسۍ او د چټي ادعاګانو پراساس د زور د ډیپلوماسۍ ناکامه تجربه په خپلې اجنډا کښې شامله کړي ده .

انګلستان ، فرانسه او جرمني د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ایران پرضد د وسلو د بایکاټ د دوام لپاره د امریکا له وروستیو خوځښتونو سره غږمله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته د پریکړه لیک په مسودې کښې له ایران څخه غواړي د دغه اژانس غوښتني ومني .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل  ګروسي څه موده مخکې د یوه(۱) راپور په خپرولو سره ادعا وکړه ایران د اټومي اژانس پلټونکو ته د  دوو (۲) اټومي مرکزونو د کتنې اجازه نه ورکوي .

د ایران د دغو دوو (۲) اټومي مرکزونو په هکله مطرح شوي ادعګانې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارو د اطلاعاتو پراساس دي او هغه هیڅ منطقي بنسټ نلري .

په دې زمینه کښې د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د وروستي راپور په هکله وویل دغه راپور له اټومي تړون سره هیڅ ارتباط نلري او دغه راپور  هڅه کوي یوه(۱) داسې تړل شوي موضوع بیرته  پرانیزي چې اساس یې د  اسرائیلو رژیم او په شخصي ډول د نتانیاهو جاسوسي ادعاګانې دي .

د اټومي تړون په لاسلیک کیدا سره د ایران د اټومي پروګرام په هکله د ادعا وړ موضوعګانې وتړل شوي خو نن سبا یو(۱) هیواد یعني امریکا چې نور د اټومي تړون غړي نه دی په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باندې په دباو راوړلو سره د دغه موافقې د له مینځه وړلو هڅه کوي .

د امریکا له دباونو سره غږمله د اټومي تړون دریو(۳) اروپايي هیوادونو په یوه(۱) غور وړ اقدام او په اټومي موافقې کښې خپلو ژمنو ته د پام نه کولو په سیوري او د خپلواکه رول په لوبولو کښې په  پاتې راتلو سره د امریکا د نوي لوبې په لاره کښې ګام پورته کوي .

په دغو شرایطو کښې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له سیاسي دباونو څخه له  اغیزمنیدا پرته باید له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران ښو ملګرتیاو ته پام وکړي او په اټومي تړون کښې د ایران د ګټو دفاع وکړي .

په همدې زمینه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د انګلستان د جرمني او د فرانسې د وړاندیزي پریکړه لیک مسودې ته په غبرګون کښې وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنه شورا باید اجازه ورنکړي چې د اټومي تړون دښمانان د ایران سترې ګټې په خطر کښې واچوي .

په تیرو پینځو (۵) کلونو  کښې په ایران کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پلټنې د دغه اژانس د تاریخ له ټولو پلټنو څخه زیاتې دي .

له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران ښو او د لوړې سویې ملګرتیاو او د اټومي تړون د ژمنو پرله پسې پوره کولو ته په پام سره هیله کیږي درې (۳) اروپايي هیوادونه د دې پرځاې چې د امریکا په ځمکه کښې لوبه وکړي په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي .

له امریکا سره په ملګرتیا کښې د انګلستان د  فرانسې او د جرمني هرډول تخریبي اقدام به د ډیپلوماسۍ لاره بنده کړي او د  ایران فعال مقاومت به د اروپايانو د زور ډیپلوماسۍ ته تسلیم نشي .

هماغه ډول چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټينګار کړی دی حل لاره د موافقې یعني د ډیپلوماسۍ له لارې امکان لري خو د پریکړه لیک صادرول به دغه امکان له مینځه یوسي .

 

ټیګونه