د ایران خلاف د بشري حقوقو د پریکړه لیک تصویبیدل سیاسي اهداف لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند (د ایران خلاف د بشري حقوقو وضعیت) نومې پریکړه لیک تصویبیدل د انتخابي، غرضي او مقابله ایزې کتنې په بنیاد او له سیاسي اهدافو سره وباله.
سید عباس موسوي پرون د بشري حقوقو د شورا په ۴۳ غونډه کښې د ایران خلاف د بشري حقوقو د حالت د پریکړه لیک د تصویبیدو په غندلو سره ټینګار وکړ: د دوه ډوله معیارونو غوره کول او د ملګرو ملتو له مکانیزمونو ناوړه استفاده د دغه پریکړه لیک د ملاتړو د شرمیدو لامل ده.
موسوي په دې خبرې سره چې له بشري حقوقو سیاسي او اوزاري استفاده او په دې برخه کښې د دوه ډوله معیارونو کارول په یوې عادي چارې د بدلیدو په حال کښې دي، څرګنده کړه: د امریکې د توکمپالو اعتراضونو د ځپنې په وړاندې د دغو هیوادونو دریځونه، د دغه ډله هیوادونو د بشري حقوقو د اندیښنې د رښتینولۍ او سنجولو لپاره یوه ښه نمونه ده.
موسوي په دې خبرې سره چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د دیني ولسواکۍ نظام واکمن دی، څرګنده کړه: ایران د مذهبي تعهداتو، په اساسي قانون او عادي قوانینو او په نړیوالو ژمنو باندې د پابندۍ په چوکاټ کښې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله سویه د بشري حقوقو د پراختیا او لوړتیا په لاره ګام پورته کړی او په عمل کښې هم ځان د هغو په خیال ساتلو ژمن ګڼي.