اروپا د امریکا په لوبتکې بدله شوي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر امیر البحر علي شمخانی وویل اروپا له اټومي تړون په وتلو کښې د دوو (۲) نالایقه لیونیانو جان بولټن او ټرمپ په ګډ اقدام سترګې پټې کړې او د ایران پرضد د پریکړه لیک په وړاندې کولو سره د هغوې لوبتکه شوه .
هغه پرون وویل د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل کتاب کښې ولسمشر ټرمپ یو(۱) احمق او په شیبو کښې د مزاج بدلیدونکی بللی دی او ټرمپ هم په مقابل کښې جان بولټن یو(۱) نالایق احمق او بې وقوف سړی بللی دی .
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا په تیرې جمعې ورځ د ایران په هکله د انګلستان د فرانسې او د جرمني لخوا وړاندې شوی پریکړه لیک تصویب کړ .
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دغه پریکړه لیک کښې د چین او د روسیې له جدي مخالفت سره سره له ایران څخه غواړي چې اټومي اژانس ته د دوو(۲) ځایونو د کتلو اسانتیا برابره کړي او په کامل ډول له دغه اژانس سره ملګرتیا وکړي .
له ایران څخه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس دغه نادوده غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د دغه پریکړه لیک اطلاعات او سندونه جعلي دي چې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ د عملیاتو له لارې لاس ته راغلي دي .