د ایران سیل ۲۶
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا د ایران سیل نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو به خدمت کښې یو. په دې ننۍ لیکنه کښې د یزد ولایت مَیبُد ښار ته ځو او د ایران د دغه ښایسته ښار له یوشمیر په زړه پورې ځایونو سره اشنا کیږو.
ګرانو دوستانود یزد ولایت د سیل په دوام کښې د ایران د خښتو جوړې د ترټولو لرغونې ودانۍ کتنې ته ځو. د شمال په لور ۴۵ کیلومیټره واټن کښې د (نارین قلعه) یا (کُهَن دِژ) د لیدو لپاره د اووه زره کاله لرغوني میبد ښار ته رسیږو چې تاریخ یې له ایراني افسانو سره غوټه خوړلې او د افسانو له مخې د کیومرث په زمانه کښې جوړ شوی دی. میبد د ایران د لرغونو ښارونو یوه نادره نمونه ګڼله کیږي او د پخواني ښار د لارو، ودانیو او ورپورې د اړوندو تشکیلاتو په شان عناصر یې لاهم لیدل کیدې شي.
*/*/*/*
میبد ښار د هغه ارزښتناکو تاریخي آثارو ته په پام سره ډیر د لیدو وړ دی خو د هغه په ګڼو تاریخي آثارو کښې نارین قلعه د تاریخي هویت او په یزد ټاټوبي کښې د ښارجوړونې د پیلیدو ترټولو پخوانی سند ګڼلی شو. نارین قلعه چې مخکښې د (دژ دالان) په نوم هم مشهوره وه، په درې هیکټاره پراختیا او اووه پوړیزې ودانې سره برج او بارو او ګڼ ورونه لري او له ښاره پورته په یوې لوړې غونډۍ پرته ده. له دغې قلا څخه چې ټوله له خښتو او خټو جوړه ده، له اسلامه مخکښې په مختلفو پړاؤنو کښې د هغې د اقتدار په اوج کښې د حکومتي ارګ یا پوځي قلا په توګه استفاده شوې او د ساسانیانو په پړاؤ او ورپسې بیا د آل مظفر په دوران پورې هم اړونده پاتې شوې ده.
د قلا اصلي او لرغونې برخه د ټولګې په پورتنۍ برخه کښې ده. شواهد ښودنه کوي چې دغه ودانۍ څوڅو وارې تعمیر شوې ده. داسې ښکاري چې لاندینۍ برخې یې په ورپسې پړاؤنو کښې جوړې شوې دي. په نارین قلا کښې ګڼې کوټې وې او نن سبا د دغو وړو او له یوبل سره د نښتو کوټنیو ځینې برخې موجودې دي او زیاتره یې په لاندینو پوړونو کښې د راتلو او پرې د پورتنیو چتونو د دهلیزونو د پریوتو په وجه لا نه دي موندل شوې. د قلا لاندې د زیرزمیني پیچلو کانالونو یوه ستره او پیچلې شبکه هم موجوده ده.
د معمارۍ ځینې کارپوهان باوري دي چې دا ستره تاریخي ودانۍ یوه لرغونې قلا ده چې د لرغوني ایران له پړاوه پاتې د خښتو یوه ستره ښکارنده ګنله کیږي چې په کښې د معمارۍ د استعمال شوې طریقې په وجه لاهم کلکه او ټینګه ولاړه ده. دغه قلعه د دفاعي جوړښت له لحاظه په پنځو قلاؤ یا حصارونو سره به پیچلي او منفرد ساختار سره جوړه شوې ده چې قلعې ته د دښمن نفوذ یې تقریباً ناممکن کړی دی. نارین قلعه په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوې ده.
د میبد په سړکونو باندې په ګرځیدو سره له ورایه معلومیږي چې په دغه ښار کښې درۍ او قالین اوبدل او سرامیک جوړول یو خاص موقعیت لري او ډیر کسان په دغه کار بوخت دي او هم دا وجه ده چې د لاسي صنایعو نړیوالې شورا دغه ښار د زیلو نومې ځانګړو قالینونو د نړیوال ښار په توګه غوره کړی دی. زیلو اوبدل په تاودو او صحرايي سیمو کښې د کلیوالو خلکو د ساده ژوند تیرولو نښته ده چې ځانته خاص ښکلاوې لري.
د میبد زیلو یا قالین یولړ خاص نقش و نګار لري چې د ایران په هیڅ ځاې کښې په داشان ظرافت او حساسیت سره نه موندل کیږي. له ساده او ښکلو نقشونو استفاده سبب شوې چې د لاس جوړ دغه قالین په جوماتونو او زیارتي ځایونو کښې د ډیر مناسب ښکلابخښونکي کارپټ په توګه استعمال شي.
د میبد د زیلو او پلاس میوزیم چې د ایران د زیلو وړومبنۍ او یوازنۍ میوزیم دی، د میبد کاروانسرا په کلتوري او تاریخي ځاې کښې جوړ شوی او د ایران د ملي آثارو په لړلیک کښې هم شامل دی. دغه میوزیم په ۱۳۸۱ کال کښې جوړ شو چې ورسره زیلو ایرانیانو او نړیوالو ته وروپیژندل شو.
*/*/*/*/*/*/*
معمولاً هر سیلانې چې یو ځاې ته سفر کوي نو له هغه ښاره د یوې ډالۍ په اخیستو سره د هغه سفر یاد د ځان لپاره تل پاتې کوي. د میبد له سفر څخه هم زیلو قالین او د سرامیکو او کولالي لوښي اخیستل کیدې شي. د میبد ښایسته نقش و نګار لرونکي کولالي شیان انسان حیرانوي. په یزد ولایت په تیره بیا میبد ولسوالۍ کښې د کولالي او سرامیک سازۍ هنر له ډیر پخوا راهیسې دود پاتې دی او تحقیقات ښودنه کوي چې په دغې سیمه کښې یاد هنر زرګونه کاله پخوانی دی.
کولالان وړومبۍ د خپلې اړتیا وړ خاوره راوړي او له دې امله چې د میبد سیمې خاوره ډیر سلیخ لري نو هغه په کارګاه کښې موجود وړو تالاونو ته نه وړي بلکې په پښو یې اخښګي او بیا یې چرخکارۍ ته تیاروي. په دې مرحله کښې خټه د خپلې خوښې په اندازه ګولوي چې ورته پیړه وايي. معمولاً د سترو شیانو لپاره کلکه خټه او د وړو شیانو لپاره نرمه خټه استعمالوي. په دې سیمه کښې کولالي په سپینې خاورې سره هم کیږي او او د شیانو د سطحې له پخیدو وروسته ورته د لاخالصې سپينې خاورې ګړوبې ورکول کیږي او بیا پرې په مختلفو رنګونو سره نقاشي کوي او بلآخره د سفال ټوله سطحه په روڼ او بې رنګه ګړوبي سره پوښي او بیا یې پخوي.
کوم نقشونه چې د میبد په سفالونو باندې ترسترګو کیږي، یو په کښې د لمر تصویر دی چې په حقیقت کښې د صحرا د څنډې د سیمو له ځلانده لمر څخه یې الهام اخیستل شوی او د ښځې په شکل نقاشي کیږي چې په اصطلاح کښې (خورشید خانم) نومول کیږي او د سنګاري ګلونو بل تصویر مهې یعنې کب او مارغه دی چې ښايي کب د اوبو په نښه کښل کیږي چې په دې سیمه کښې ډیر اهمیت لري. په بله وینا د دغو کولالي شیانو نقشونه د هغو د جوړونکو د ژوند د چاپیریال او آرزوګانو او غوښتونکو انعکاس دی. دغه نقشونه زیاتره په اودي، شنو او زیړو رنګونو او ظریفو تورو کرښو سره کښل کیږي او ځانګړې اصالت او ښکلا لري. د لمر، چرګ او ماهي په نقش سره د میبد د سرامیکو ډیزاین په ۱۹۷۱ میلادي کال کښې د میونیخ په نړیوال نندارتون کښې د سرو زرو میډل وګټه او په نورو نړیوالو نندارتونونو کښې د یزد ولایت کولالي محصولات تل د کتونکو له هرکلي او د نظرخاوندانو له تایید سره مخامخ شوي دي.
د کولالي لوښو په سپینه ځمکه باندې د اودي او شنو رنګونو نقش و نګار د میبد د سفالو خاص نښه ده. شطرنجي او شویدي د میبد د سفالو نور مشهور ډیزاینونه دي. د میبد جوړې کوزې او کاسې داسې ځانګړې ظرافت او ښایست لري چې د ایران د نورو سیمو په سفال سازۍ یا کولالۍ کښې نه ترسترګو کیږي.
*/*/*/*/**
ترجمه: عبدالماجد درانی