په سردشت باندې په حمله کښې له صدامه د لویدیځ ملاتړ نه هیروو
(last modified Sun, 28 Jun 2020 01:37:27 GMT )
Jun 28, 2020 06:07 Asia/Kabul
  • په سردشت باندې په حمله کښې له صدامه د لویدیځ ملاتړ نه هیروو

د ایران خارجه وزارت ټینګار وکړ چې د ایران خلکو په دغې بوږنونکې کیمیايي حملې کښې د صدام له رژیمه د امریکې او اروپا ملاتړ او ملګرتیا هیڅکله نه ده هیره کړې.

د ایران خارجه وزارت په سردشت باندې د کیمیاوي بمبارۍ غمیزې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران خلکو په دغې بوږنونکې کیمیايي حملې کښې د صدام له رژیمه د امریکې او اروپا ملاتړ او ملګرتیا هیڅکله نه ده هیره کړې.

د عراق بعث رژيم د ۱۹۸۷ کال د جون په اتویشتمه نیټه د ایران سردشت نومې سرحدي ښار باندې کیمیاوي بمونه وورول چې له امله یې ۱۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او له اتو زرو زیات نور سخت زیانمن او زخمي شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټویټر باندې هم داشان پر دې ټکي په ټینګار سره چې د ایران ولس د سردشت د غمیزه ناک جنایت په وړاندې د ملګرو ملتو د امنیت شورا چپتیا هیڅکله نه ده هیره کړې، یادونه وکړه چې د ایران خلک به هر هغه څه دوباره جوړ کړي چې دښمنانو وران کړې دي.

 

ټیګونه