ایران له وحشي توب سره د مقابلې لپاره خپل انساني اصول نه پریږدي
(last modified Sun, 28 Jun 2020 03:22:20 GMT )
Jun 28, 2020 07:52 Asia/Kabul
  • M Jawad zareef, Iranian Foreign Minister
    M Jawad zareef, Iranian Foreign Minister

د ایران خارجه وزیر د سردشت د کیمیايي بمبارۍ په غمیزه کښې د وحشتي توب او انسانیت د دوو ځلاؤ شتون ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له وحشي ګرۍ سره په مقابله کښې له خپلو انساني اصولو نه بې لارې کیږي.

د ایران خارجه وزیر د سردشت د کیمیايي بمبارۍ په غمیزه کښې د وحشتي توب او انسانیت د دوو ځلاؤ شتون ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له وحشي ګرۍ سره په مقابله کښې له خپلو انساني اصولو نه بې لارې کیږي.

محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د سردشت د کیمیاوي بمبارۍ د شهیدانو او جانبازانو په درنښت کښې په یوې غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې جوړه شوې وه، وویل: سردشت ښايي په ایران کښې او حلبچه په عراق کښې د صدام رژیم د وحشي توب د اوج نښه وه خو د دغه غیرانساني سلوک یوازنۍ نښه نه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران باندې حمله کښې د صدام له خوا د کیمیاوي وسلو استعمالیدو ته په اشارې سره وویل: تهران دا حقیقت نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتو او امنیت شورا ته په کراتو اعلان کړ خو په خواشینۍ سره د قدرت خاوندانو چې خپلې ټولې ګټې یې له تیري ګر رژيمه په ملاتړ کښې لیدلې، چپتیا غوره کړه.

ښاغلي ظریف یادونه وکړه: د صدام رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو استعمال د ایران د خلکو لپاره بې له سرلوړۍ او د دغه جنایت د ترسره کونکو لپاره د تل پاتې خفت او خوارۍ او غندنې بل څه نه دي لرلې.

 

ټیګونه