په ایران کې په کرونا دوه لکه زر ککړ کسان ښۀشوي دي
په درستې نړۍ کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یولیس میلیون اوڅلور لکو تنو زیات شوی چې له دغو کسانو کابو پنځه لکه څلور دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدرااز لږترلږه شپږ میلیون او څلور لکه پنځه پنځوس زره کسان هم له د رملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي د تشخیص د قطعي معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ نور دوه زره دوه سوه پنّځه سوه شپیته کسان ککړ شوي دي چې له دوي کابو یو زر دې سوه په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ټول کې تر دې دمه په ایران کې په کرونا ویروس دککړو شمیر دوه لکه څلویښت زره څلور سوه درې اتیاؤ تنو ته زیات شوی زیاته کړې ، په تیر شواروز کې په ایران کې له بده مرغه په کرونا ککړو یوسل درې شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په ټول کې تر دې دمه په ایران کې د ت کرونائي بحران دقربانیانو شمیر یولس زره پنځه سوه یو اویا تنو ته زیات شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې په درستې نړۍ کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یولیس میلیون اوڅلور لکو تنو زیات شوی چې له دغو کسانو کابو پنځه لکه څلور دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدرااز لږترلږه شپږ میلیون او څلور لکه پنځه پنځوس زره کسان هم له د رملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .