اروپایان دې په برجام کښې پر خپلو ژمنو پایبند شي
(last modified Tue, 07 Jul 2020 03:06:08 GMT )
Jul 07, 2020 07:36 Asia/Kabul
  • اروپایان دې په برجام کښې پر خپلو ژمنو پایبند شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تیرو څلویښتو کلونو کښې له ډیرو سختو بندیزونو سره د خپل هیواد مقابلې ته په اشارې سره وویل: په ایټمي موافقه کښې د خپلو کړو ژمنو پوره کول د اروپایانو په ګټه دي.

محمد جواد ظریف پرون مازیګر د مدیترانه۲۰۲۰ MED 2020 په نامه د خبرواترو په انټرنیټي غونډه کښې په دې خبرې سره چې د تهران لپاره مهمه نه ده چې د امریکې راتلونکي انتخابات څوک ګټي، څرګنده کړه: د ایران په وړاندې د واشنګټن کړچار باید اصلاح شي او د امریکې راتلونکې حکومت باید د هغه تاوان ځواب ورکړي چې د دغه هیواد د حکومت له خوا ایراني ولس ته رسیدلې دی.

ظریف په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ډیپلماسي، د ټولو نړیوالو مسائلو د هواري لپاره ترټولو اغیزناک اوزار دی، یادونه وکړه: ایران د ایټمي موافقې له لاسلیکولو د پنځو کالو له تیریدو سره سره د ځینو مقابلو لورو د کارړنګونو او د اروپایانو د لوظ ماتونو په وجه لاهم د دغې موافقې له اقتصادي فایدو ګټه نه ده پورته کړې.

د ایران خارجه وزیر پر ایران د وسلو د بندیز د ختمیدو د مخنیوي لپاره د امریکې د هلوځلو په هکله هم وویل: د دې موضوع په سر په برجام کښې موافقه شوې ده او هیڅوک یې نه شي بدلولې.

ظریف په مختلفو هیوادونو باندې په پراخه پیمانه د امریکې د وسلو او پوځي سازوسامان خرڅون په نړۍ کښې د بې ثباتۍ او ناکرارۍ د زیاتیدو یوه وجه وبلله او څرګنده یې کړه: یوازې د هغو وسلو مالي ارزښت چې امریکا یې هر کال پر عربستان پلوري، د ایران د ټولې پوځي او دفاعي بودجې درې چنده دی.

ظریف هم داشان په نیواکي ټاټوبي کښې د اردن سیند د لویدیځې غاړې د شاملولو د مسئلې په هکله وویل: د فلسطین د مسئلې د هوارې لپاره د تهران حل لاره ډیموکراسي او د ریفرنډم ترسره کول دي څو فلسطینیان د خپل وطن په هکله په خپله فیصله وکړي.

 

ټیګونه