ظریف:
د سرِبرِنیکا نسل وژنه د خپلوبنیادي دندو په ترسره کولو کښې د اروپا د ناکامۍ په وجه وه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سربرنیکا Srebrenica نسل وژنه په داسې حال کښې پیل شوه چې اروپا په خپلو اساسي دندو باندې په عمل کښې ماتې خوړلې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سربرنیکا Srebrenica نسل وژنه په داسې حال کښې پیل شوه چې اروپا په خپلو اساسي دندو باندې په عمل کښې ماتې خوړلې وه.
محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر کښې ۲۵ کاله مخکښې د بوسنیا د سربرنیکا سیمې وژلې ته په اشارې سره څرګنده کړه: اروپا د ۲۵ کالو په تیریدو سره لاهم په ورته ناتوانۍ کښې ګیره ده.
ظریف ټینګار وکړ چې هغه مهال له هرډول اقدامه د ملګرو ملتو ډډه کول (چې تر ابده به پرې دغه نړیوال ارګان ملامتیږي)، باید د نن لپاره یو درس او عبرت وي.
د ویلو ده سربرنیکا Srebrenica ښار چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي او د ملګرو ملتو د هالینډي عسکر تر ساتنې لاندې د یوې امنې سیمې په توګه ټاکل شوی و، د ۱۹۹۵ کال د جولایۍ په یوولسمه نیټه د جنرال راتکو ملادیچ په قومندې د صَرب پوځیانو له خوا، د ملګرو ملتو د ځواکونو له مقاومت پرته، ونیوې شو او ورپسې د دغه ښار له اتو زرو زیات کسان قتل عام شول چې د ځینو مړي لاهم بې درکه دي.