امریکا خپل غیرقانوني سیاستونه پرمخ نه شي بیولې
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د امریکې رژیم نه شي کولې چې په نړیوالو ارګانونو باندې په سلطې سره خپل غیرقانوني سیاستونه پرمخ بوځي او د دغه هیواد د ولسمشر د نظر په اپوټه، د قانون د واکمنۍ دوران نه ده ختم شوې.
سید عباس موسوي نن په یوه خبري غونډه کښې د ۲۰۱۵ کال د جولایۍ په څوارلسمه نیټه د ایټمي موافقې کلیزې ته په اشارې سره یادونه وکړه چې په امریکې باندې د ډونلډ ټرمپ له واکمنیدو تر مخکښې پورې د برجام ځینې چارې په متعادل ډول روانې وې خو د ټرمپ د رژیم له واکمنیدو وروسته هغه د غیرمسئولانه دریځونو په غوره کولو سره د امریکې حکومت له ایټمي موافقې وباسه او په دوو پړاؤنو کښې د ایران خلاف بندیزونه اجرايي شول.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: د ایټمي موافقې ناانډوله اجرا له یوې خوا او ورڅخه د واشنګټن له وتلو یو کال وروسته د امریکې بندیزونه له بلې خوا او هم داشان له تهران سره د ملګرتیا نه کولو لپاره پر بهرنیو بانکونو او شرکتونو باندې دباؤ سبب شو چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ۲۰۱۹ کال د مۍ په اتمه نیټه د برجامي ژمنو د کمولو فیصله تصویب کړي او د دغې ایټمي موافقې لورو په تیره بیا دریو اروپايي غړو ته یې ګام په ګام ۶۰ ورځني فرصتونه ورکړي.