د اروپایانو لوظ ماتونې د برجام په ګډ کمیشن کښې څیړل کیږي
(last modified Tue, 14 Jul 2020 03:26:54 GMT )
Jul 14, 2020 07:56 Asia/Kabul
  • د اروپایانو لوظ ماتونې د برجام په ګډ کمیشن کښې څیړل کیږي

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د جرمني، انګلستان او فرانسې په شمول د دریو اروپايي هیوادونو نه پابندۍ ته په اشارې سره وویل: د اروپایانو د ژمنو خلاف ورزي د برجام په ګډ کمیشن کښې جاجول کیږي.

سید عباس عراقچي پرون د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول له خوا د تهران د غوښتنې ترلاسه کولو ته په اشارې سره وویل: جوزف بورل د ګډ کمیشن د غږملونکي په توګه د برجام له نورو غړو سره په صلاح مشورو اخته دی څو د ایران د غوښتنې له مخې د دغې غونډې د ترسره کیدو د څرنګوالي په هکله پریکړه وکړي.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په دې خبرې سره چې د دغې غونډې د ترسره کیدو وخت معلوم مهلت لري، زیاته کړه: تهران د ایټمي موافقې له نورو غړو سره د هغې د غږملونکي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول د صلاح مشورو د نتیجې په تمه دی.

یاده دې وي چې د ایټمي موافقې (برجام) کوم غړی پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي یا په دغې موافقې کښې خپلې کړې ژمنې ماتې کړي نو مقابل لوری د اختلاف د هواري د لارې چارې په بنیاد، ګډ کمیشن ته شکایت کوې شي.

ټیګونه