ایران کابو نوي فیصده بریښنا په خپله تولیدوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91530
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د هیواد د بریښنا صنعت کابو نوي(۹۰) فیصده په ځان بسیا دی او مخ ته روان دی او په دې زمینه کښې باید په بشپړه ډول ځان بسنې ته ورسیږو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 16, 2020 15:10 Asia/Kabul
  • ایران کابو نوي فیصده بریښنا په خپله تولیدوي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د هیواد د بریښنا صنعت کابو نوي(۹۰) فیصده په ځان بسیا دی او مخ ته روان دی او په دې زمینه کښې باید په بشپړه ډول ځان بسنې ته ورسیږو .

د ایران ولسمشر حسن روحانی نن په هرمزګان ولایت کښې د اوبو او د بریښنا په حوزې کښې د اتلسو (۱۸) ملي پروژو د پرانیستلو په مراسمو کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشول وویل جاسک بندر به زر د ایران د تیلو د صادراتو په مهم تجارتي بندر بدل شي .

هغه وویل د انقلاب په لومړیو کښې د ایران  څلور اویا(۷۴) فیصده خلکو په ښارونو کښې د څښاک سالمې اوبه درلودلې خو اوس دغه اندازه نهه نوي(۹۹)  اعشاریه نهو (۹)فیصدو ته رسیدلي ده .

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ هغو کسانو ته چې وايي  اسلامي انقلاب څه کړي دي باید ووایو د سخا اوبو د پاکولو د مرکزونو د جوړولو په هکله مونږ اوس د انقلاب د لومړیو وختونو په نسبت درې شپیته (۶۳) فیصده زیاتې تصفیه خانې او مرکزونه لرو .

هغه دې ته په اشارې سره چې د کورونا ناروغۍ په پیلیدا سره له تیر وخت څخه زیات اوبو او بریښنا ته ضرورت لرو او د اوبو او د بریښنا کمښت د انسانو ژوند ته تاوان رسولی شي وویل ایران د بایکاټونو په شرایطو کښې توانیدلی دی د خپلو د اوبو او د بریښنا د ضرورتونو زیاته برخه د داخلي ځواکونو په لاس تامین کړي .