ايران او پاکستان د بېنکي، صنعتي او ټرانسپورټي ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ
(last modified Thu, 23 Jul 2020 00:26:26 GMT )
Jul 23, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان د بېنکي، صنعتي او ټرانسپورټي ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ

د ايران د لار او ښارجوړونې وزير او د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کښې د پاکستان د وزير اعظم صلاحکار په بېنکي، لارو، ريل او د دواړو هېوادونو په پوله ايزو سيمو کښې د صنعتي ښارګوټو د جوړولو په برخو کښې د دوو اړخيزو ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د لار او ښار جوړولو وزير محمد اسلامي د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کښې د پاکستان د وزيراعظم صلاحکار عبدالرزاق داوود په يوه غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه په خپلو کښې د اقتصادي او تجارتي ملګرتياو په اړه د نظر تبادله وکړه.

دوي په دغه غونډه کښې د دواړو هېوادونو د مالي او بېنکي ملګرتياو د وروستي حالت په څېړلو سره د دوو اړخيزو تعلقاتو د لا زياتې مضبوطيه په هدف سره د تجارتي او سوداګري ملګرتياو د پراختيا په ضرورت تاکيد وکړ.

د دغه رپوټ له مخې دواړو خواو همدارنګ د روان ميلادي کال په ستمبر کښې د ايران او پاکستان د اقتصادي ملګرتياو د ګډو کمېشن د راتلونکې غونډې په جوړولو اتفاق وکړ.

د ايران او پاکستان په پوله ايزه تړانګه کښې د صنعتي ښارګوټو جوړولو، د پوله ايزو مبادلاتو جاري ساتلو او له پوله ايزو لارو څخه د ډرائيورانو د تګ راتګ لپاره د ضروري اسانتياو وړاندې کولو، د ريلي ملګرتيا د پراختيا او د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د ګډې مقابلې په شان موضوعاتو په اړه څېړنه او د نظر د تبادله اوشوه.

 

ټیګونه