په ایران کې په کرونا له ککړو کسانو۲لکه59زره ښه شوي دي
د وروستیو راپورونوپه اساس تر دې دمه په درستې نړۍ کې په کرونا کابو شپاړس میلیون نهه لکه شل کسان ککړ شوي چې له دوي کابو شپږلکه څلورشپیته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه لس میلیون او څلور لکه پنځه اتیا زره نور هم له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي د مشخص کونکو معیارانو په ا ساس په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې په کرونا ویروس دوه زره شپږ سوه شپږ دیرش کسان ککړ شوي ، چې له دوي یو زر شپږسوه څلور کسان په روغتو نونو کې بستري شوي دي .
میرمن لارې ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس دوه لکه اته نوي زره نهه سوه نهه کسان ککړ شوي دي وئیلی دي ، له له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس ککړو یو سل شپږ نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز تر دې مه په ایران کې د کرونائي بحران دقربانیانو شمیر شپاړس زره درې سوه درې څلویښت تنو ته زیات شوی دی .
د هغې په وینا تر دې دمه په ایران کې دوه لکه نهه پنځوس زره یو سل شپاړس کسان هم له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .