پاکستان دې د ایران خلاف د امنیتي اقداماتو مخه ونیسي
د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال په تهران کښې د پاکستان د سفیر په کتنه کښې وویل: د پاکستان حکومت ته پکار دي چې د ترهګرو له خوا د ایران خلاف د امنیتي اقداماتو مخنیوې وکړي.
اسحاق جهانګیري پرون په تهران کښې د پاکستان د سفیر رحیم حیات قریشي په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې د ایران پریکنده کړنلاره د پاکستان خلاف په سرحدونو کښې د هر ډول امنیتي اقدام مخه نیول دي، څرګنده کړه: د تهران او اسلام آباد د اقتصادي ملګرتیا د پراختیا تقاضا دا ده چې د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې امنیت، صلحه، دوستي او کراري واکمنه وي.
هغه هم داشان ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی په ټولو برخو په تیره بیا د انرجۍ په لړ کښې له پاکستان سره خپلې ملګرتیاوې لازیاتې کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال هم داشان د سیمې د مسائلو، د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم د ظالمانه اقداماتو او د سوریې، عراق، افغانستان او لبنان د مسائلو په یادونې سره له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د تهران او اسلام آباد د ملګرتیاؤ د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: د سیمې د مسائلو حل لاره له سیمې د بهرو قدرتونو د لاسوهنې بندیدل دي.
په دغه کتنه کښې د ایران لپاره د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي هم د دواړو هیوادونو تاریخي، دیني او کلتوري اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل: تهران او اسلام آباد تل په نړیوالو ټولنو کښې د یو بل ملاتړ کړی دی.
قریشي په دې خبرې سره چې ایران تل د مختلفو موضوعاتو په تیره بیا هغو مسائلو په هکله چې په مسلمانانو او د اسلام په امت پورې اړونده دي، پیاوړي دریځونه غوره کړي دي، د فلسطیني ولس په هکله د روښانه او پریکنده دریځونو په وجه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ایران د حکومت قدرونه وکړه.
هغه هم داشان وویل چې په ګډو پولو باندې د څارنې په زیاتولو سره به هم د انساني او د نشه ایزو توکو د قاچاق مخه ونیوې شي او هم به د سرحدونو امنیت زیات شي.