د امریکا رژيم او دترهه ګروډلو بشپړ ملاتړ
تندر ترهه ګره ډ لګۍ په ۲۰۰۴کال کې د فتح ا.. منوچهري په نامې د یوه کس په لاس چې په فرود فولادوند مشهور دی جوړه شوې ده . دغه کس ددغې ډلګۍ د جوړولو هدف په یوه کال کې د اسلامی جمهوری نظام د نسکورول اعلان کړي وو .
د ایران دا سلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت بیګا د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ،د تُندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد، چې له امریکاڅخه ئې په ایران کې د ورانکارۍ او وسلوال عملیات هدایتول ، د ایران د امنیتی ځواک په لاس په ډيرو پیچلو عملیاتو کې ونیول شو .
تندر ترهه ګره ډ لګۍ په ۲۰۰۴کال کې د فتح ا.. منوچهري په نامې د یوه کس په لاس چې په فرود فولادوند مشهور دی جوړه شوې ده . دغه کس ددغې ډلګۍ د جوړولو هدف په یوه کال کې د اسلامی جمهوری نظام د نسکورول اعلان کړي وو .یووّر ټي وي (your tv) ټيلیویژني چینل چې له فرود فولادوند سره اړونده دی ،ددغې ډلګۍ ددریځونو او پروپیګنډو د خپرولو مسئول دی . دغه ډلګۍ په ۲۰۰۸کال کې د ایران د جنوب فارس ولایت په مرکز شیراز کې په سید الشهدا امامباړې کې بم چاودنه پلان او اجرا کړې ده . په دغه ترهه ګر اقدام کې څوارلس حسیني عزادار شهیدان او او کابو دوه سوه پنځلس نور ټپیان شوي وو .
تندر ترهه ګرې ډلګۍ همداراز په وروستیو کلونو کې د شیراز د سیوند ډیم د ورانولو ، د تهران د کتاب په نړیوال نندارتونو کې دسینوري بم چاودنو او د حضرت امام خمیني په حرم کې دچاودنې پښمول دڅو سپیرو عملیاتو پلان او نیّت درلود، خو د ایران د امنیتی ځواک په ځيرتیا او هوښیارتیا سره په د غو ورانکاریو کې بریالی نه شو.
امریکا مخینه لرونکي ترهه ګر او هغه جنایتکار کسان چې د ایران په داخل کې دترهه ګرو عملیاتو مسئولیّت ئې په غاړه اخستی او لاسونه ئې دایرانیو بې ګناه کسانو په وینو ککړ دي ، پخپلې خاورې کې دیره کړي دي او په مختلفو بڼو او اقداماتو کې ورځیني بشپړ ملاتړ کوي . له دغه شان ترهه ګرو ډلګیو دامریکا ملاتړ ، دوې پوښتنې مطرح کوي ،لومړۍ پوښتنه داده چې امریکا په کومې مخینې سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ادعا کوی ؟ او دوهمه پوښتنه هم دا چې ، امریکا په سیمې کې د کوم امنیت خبرې کوي ؟
دلومړنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووئیل شي ،امریکائي چارواکي له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې په چوکاټ کې تل واقعیّتونه تحریفوي او په تورو په تپونکو څرګندونو کې او همداراز د سیمې دناکراره کولو باندې دایران په تورنولو سره هڅه کوي ، په سیمې کې د خپل ورانکار او ویجاړونکي ررول څخه یو مثبت او اپوټه تصویر انځور کړي .د دوهمې پوښتنې په ځواب کې هم باید ووئیل شي ، هغه څه چې امریکا ئې په سیمې د امنیت په توګه ادعا کوي ، په حقیقت کې له خپلو روزل شوو ترهه ګرو سره دسیمې ناکراره کول او له ترهه ګرو ډلو څخه آوزاري استفاده ده .د القاعدې ډلې رامینځةکول او له داعش څخه ملاتړ ،په همدغو موخو سره دي .
د امریکا حکومت له ترهه ګرو څخه د خپل ملاتړ په تورې کارنامې کې ، د منافقینو دترهه ګرې دلګۍ له فعالیتونو څخه د ملاتړ بې شرمه اقدام هم لري ، یعني هماغه ډلګۍ چې په ایران کې ئې د ډیرو ترهه ګرو اقداماتو مسئولیّت په غاړه اخستی دی . په ایران کې د ترهه ګرۍ دقربانیانو څه دپاسه اولس زره شهیدان د همدغو ملاتړونو نتیجه ده .
د عبدالمالک ریګي په مشرۍ د ریګي ترهه ګره ډلګۍ هم یوه بله دامریکا تر ملاتړ لاندې پيژندل شوي ترهه ګره ډ لګۍ ده چې ماموریت ئې ، د ایران د ختیځي سیمو ناکراره کول وو .
په ۲۰۰۸ کال کې یوه امریکائي خبریال سیمور هرش ایشوا کړه چې دامریکا حکومت د عبدالمالک ریګي په مشرۍ د ترهه ګرې ډ لګۍ ملاتړې ده . ددغې ډلګۍ سرغنه هم د ایران د اسلامی جمهوریت دا منیتي ځواک په یولړ پیچلو عملیاتو کې ونیول او په عدالت کې له محاکمې وروسته په دار وځړول شو .
امریکا له جنایتکارو اوترهه ګرو ډلګیو څخه پر آوزاري استفادې سربیره ، په یوه نیغ په نیغه ترهه ګر اقدام کې د ۲۰۲۰کال دجنورۍ په دریمه نیټه د ایران داسلامی جمهوریّت د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک دوخت قوماندان جنرال قاسم سلیماني چې د عراق دچارواکو په رسمي بلنې سره دغه هیواد ت ه په سفر تللی ؤ ،د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې او د ډونالډټرمپ په فرمان سره دحکومتی ترهه ګرۍ په چوکاټ کې ټارګټ کړ .په دغې ترهه ګرې حملې کې جنرال قاسم سلیماني سره دخپلو یو شمیر ملګرو شهید شو .دغه شان مخینو ته په پام سره ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي ټينګار کړی دی ،امریکا باید دتُندر او دنورو هغوجنایتکارو ترهه ګرو ډ لګیو څخه دملاتړ ځواب ووائي، چې د امریکا له داخله د ایران د ولس په ضد ورانکار ،وسلوال او ترهه ګر عملیات هدایتوي او پر مځکه د ایرانیو بې ګناه ښاریزو وینه تویوي .