ايران لبنان ته دوه امدادي بارونه ولېږل
د ايران د خارجه وزارت وياند لبنان ته د دوو امدادي بارونو د لېږلو خبر ورکړ
سيد عباس موسوي پرون دې ته په اشارې سره چې د بيروت بندر پېښه د ايران د خلقو د سخت افسوس او غمجنېدو سبب شوه وويل: د ايران د ولسمشر په حکم او د ترسره شويو غږملتياو مطابق د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا امدادي بارونه لبنان ته لېږل شوي دي.
د ايران د خارجه وزارت وياند زياته کړه، ځينو لويديځو او اروپائي هېوادونو د لبنان هېواد او ملت د بائيکاټ باوجود د تسليت پېغامونه ولېږل چې د دغو حکومتونو د رياکارۍ نښه ده.
موسوي واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د بيروت بندر د بيا رغونې لپاره له لبنان سره ملګرتيا ته چمتو دے.
د تېرې نهې په مازيګر په بيروت بندر کښې يوه هېبتناکه چاودنه رامنځته شوه چې د ترټولو نويو شمېرنو له مخې د دغې چاودنې د مړو شمېر له يو نيم سلو او د زخميانو شمېر له پينځو زرو اوړېدلے دے.