د اسلامي وحدت لوی منادي، ایت الله تسخیري وفات شو.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92330-د_اسلامي_وحدت_لوی_منادي_ایت_الله_تسخیري_وفات_شو.
د اسلامي نړۍ په چارو کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ایت الله خامنه ای سلاکار او د اسلامي مذهبونو د نزدېوالي بیرغچي  ایت الله تسخیري نن په شپږ اتیا کلنۍ کې د ناروغۍ له امله وفات شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • د اسلامي وحدت لوی منادي، ایت الله تسخیري وفات شو.

د اسلامي نړۍ په چارو کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ایت الله خامنه ای سلاکار او د اسلامي مذهبونو د نزدېوالي بیرغچي  ایت الله تسخیري نن په شپږ اتیا کلنۍ کې د ناروغۍ له امله وفات شو.

ایت الله تسخیري د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د عالي ټولنې د شورا مشر ؤ او په عربي او انګریزۍ ژبو تسلط ته په پام سره یې د اسلامي نړۍ د وحدت په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړې وو.

 د رهبرۍ ستر مقام ایت الله خامنه ای په یو پېغام کې د ایت الله تسخیري په وفات تسلیت ویلی او د  اسلامي نړۍ د وحدت لپاره دهغه د هلو ځلو ستاینه یې کړې ده.