د قرآن مجيد سپکاوے د آزادۍ ذبح کول او د عقيدې نابودول دي
(last modified Fri, 04 Sep 2020 10:48:35 GMT )
Sep 04, 2020 15:18 Asia/Kabul
  • د قرآن مجيد سپکاوے د آزادۍ ذبح کول او د عقيدې نابودول دي

د قم د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې د قرآن مجيد او د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې د سپکاوي په غندلو سره تاکيد وکړ، د عقيدې د آزادۍ په بهانه د قرآن مجيد سپکاوے په حقيقت کښې د آزادۍذبح کول او له جنايته په ډکې طريقې سره د عقيدې ټوټې ټوټې کول دي.

د سوئيډن په مالمو ښار کښې د اګست د روانې مياشتې په اتمه نېټه د اسلام په خلاف په غېر قانوني مظاهرو کښې د تندلارو ښي پالو ډلو لخوا د قرآن مجيد يوه نسخه اوسوزولې شوه.

همدارنګ د فرانسوي چارلي اېبډو مجلې د تېرې نهې په ورځ په يوې  نوې ګستاخۍ کښې د خداے د ګران رسول (ص) د شان په سپکاوي کښې يو شمېر جنجالي کارټونونه بيا خپارۀ کړل.

د ايران د قم مقدس ښار د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې په يوې بيانيې کښې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوه تاکيد وکړ، د قرآن مجيد مقدس آسماني کتاب د سپکاوي دردناکه او له شرارته ډکه پېښه چې پکښې  د دغه الهي کتاب يوه نسخه اوسوزولې شوه يو ستر او نه معاف کېدونکے جنايت دے.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي، له اسلام سره د دښمنۍ سياست چې د نړيوال صهيونېزم  او نړيوال استکبار لخوا يې لاښونه کيږي د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو په صهيونېسټي ادارو او فکري مرکزونو کښې پلانول کيږي او جنايتکارو تالي څټو ته سپارل کيږي. په دغه بيانيه واضحه کړې شوې ده چې  د اسلام په خلاف جنوني اقداماتو د امريکې د يو منطق په چوکاټ کښې بڼه نيولې او هغه د اسلامي تمدن د څرګندېدو او د امريکائي نړيوال نظم د دړې وړې کېدو خطر دے.

په بيانيه کښې دې ته په اشارې سره چې نن اسلام د نړيوال استکبار او د کفر او ظلم د بهير د اولې درجې دښمن دے يادونه وکړه، اسلامي نړيوالې ادارې او د اسلامي نړۍ متفکران پکار دے له اسلام سره د دښمنۍ خبيثه کرښه وپېژني او د دغې ملعونه شجرې جرړې وباسي..

 

ټیګونه