په ایران کې په کرونا کابو۳لکه ۴۰زره ککړکسان ښه شوي دي
د وروستیو احصایو په اساس،په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه اوویشت میلیون تنوته رسیدلی چې له دغو کسانو نهه لکه دوه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو شل میلیون نور هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د ترټولو وروستیو احصایو په باب وئیلي دي ،د تشخیص دقطعي معیارونو په اساس ، په تیرو۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور دوه زره درې سوه دیارلس ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دوي یو زر دوه سوه دیرش په روغتونونو کې بستري شوي او پاتې کسان هم له معمولي د رملنې وروسته رخصت شوي دي .
میرمن سادات لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کروناویروس ککړو درو لکو درې نوي زره څلور سوه پنځوسو کسانو څخه کابو درې لکه نهه دیرش زره څلور سوه پنځه ویشت کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي ، زیاته کړې ده،له بده مرغه په تیروشواروز کې په کوویډ- ۱۹ډوله ناروغۍ له ککړوکسانو څخه یو سل اوه ویش تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ټول کې د درستو کرونائي قربانیانو شمیر ۲۲زره شپږ سوه نهه شپیتو تنو ته زیات شوی دی .
د وروستیو احصایو په اساس،په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تردې دمه څه دپاسه اوویشت میلیون تنوته رسیدلی چې له دغو کسانو نهه لکه دوه زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو شل میلیون نورهم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .