اروپا باید د امریکا اقتصادي ترهګرۍ رد کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف بیګا د اروپايي هیوادونو چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې چې له تهران څخه یې غوښتي وو په اټومي تړون کښې لیکل شوي اټومي ژمنې په کامل ډول اجرا کړي چې د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په هکله د اروپا اندیښنې ختمې شي وویل
ایران د مذهبي دلایلو او د هغه ستراتیژۍ په خاطر چې له هرې موافقې زیاته نافذه ده له اټومي وسلو سره مخالف دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل که چیرې درې(۳) اروپايي هیوادونه یعني فرانسه ، جرمني او بریتانیا او اروپايي اتحادیه د لوړتیا موندلي شفافیت او د اعتماد د رامینځته کولو د اقداماتو په کامل ډول د اجرا غوښتونکي دي کوم چې اټومي تړون تامین کړي دي باید د امریکا اقتصادي ترهګرۍ رد کړي هماغه ډول چې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې یې د واشنګټن ورانکار اقدام رد کړ .
د جرمني د فرانسې او د بریتانیا خارجه وزیرانو پرون په یوې(۱) غونډې کښې چې په لندن کښې وشوه او د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول پکښې د ویډیو کانفرنس له لارې ګډون وکړ د ایران پرضد د نړیوالو بایکاټونو د بیرته راګرځولو لپاره د امریکا هڅه رد کړه .
د فرانسې د انګلستان او د جرمني خارجه وزیرانو په دغه غونډې کښې چې د اټومي تړون په ارتباط د ورپسې ګامونو د غږملتیا لپاره جوړه شوه د اټومي تړون د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ خو په عین حال کښې یې د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو له غندلو پرته او په اټومي تړون کښې د دغو دریو(۳) اروپايي هیوادونو په خپلو ژمنو عمل نه کولو ته له اشارې پرته خپلو ژمنو ته د ایران په کامل ډول د پاې بندۍ غوښتنه وکړه .